که نوې اړیکې پیلول غواړئ، داسې يې پیل کړئ

ډېر خلک غواړي چې په ژوند کې دې ډېرې نوې اړیکې جوړې او بیا یې په تدریج سره وپالي.

دا اړینه ده چې ژوند مو په ریښتینو ملګرو رنګین کړئ. د دې لپاره چې ریښتینې او ژمنه اړیکه وپالئ، بیا اړتیا ده چې لومړی وړ، ژمنه او پر مفهومه اړیکه جوړه کړئ، خپلې نوې او تازه اړیکې له هغو کسانو سره پیل کړئ چې پوهېږئ، تاسې نه زیانمنوي، باور مو نه در خاموي او په ټوله کې شخصیت ته مو درناوی ساتي. 

د دې لپاره چې ژمنه ملګرتیا ترلاسه کړئ، لومړی باید هڅه وکړئ، چې همفکره خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ، یانې دا خورا اړینه ده چې د خپل فکر او ایدیالوژۍ وړ ملګری ومومئ.

د داسې ملګرتیا د جوړولو په تلاش کې شئ، چې ستاسو په شتون او مخته تګونو وویاړي او یو ډول هڅانده سکون درکړي. هغه خلک چې ستاسې په ارزښت او اهمیت پوهیږي، تل هڅه کوي چې تاسې ته ځان نږدې کړي او یو ډول مو وپالي، ومو هڅوي او په ټوله کې ستاسې پر شخصیت په ټولنه کې تحلیلي بحثونه وکړي او په ورو ورو مو مطرح کړي. 

په خپل ژوند کې هر ملګري ته ښه راغلاست مه واياست. کوم ملګري چې له تاسې سره نوې يوځای کېږي، که ستاسو د ملګرتيا ټولو کړنو او فعاليتونو ته ژمن وي، بیا ورته هرکلی ووایاست او د ملګرتیا لاس ور وغځوئ.

که خپل ملګری په بشپړې ځیرکتیا مطالعه کړئ؛ نو په ډېر څه به پوهه شئ، يو ښه ملګری تل مثبت فکر لري، يو ښه ملګری هغه دی چې مثبت ليدلوری او تحلیل ولري، يو ښه ملګری يو ښه مشاور هم کيدای شي، یو ښه ملګری د پراخ لیدلوري او ژورلید څښتن وي، یو ښه ملګری ستاسې مشر ورور دی چې د شفق لاس درباندې راکش کړي او یو ښه ملګری ستاسې ایډيال دی چې سمې لارې ته مو سوق کړي.

پوهان وايي، ځانونه د کتاب په لوستلو او د ملګرتیا تر جوړولو دمخه په بشپړې ځيرکتیا روږدي کړئ، دا دواړه چارې ستاسې د ژوند او شخصیت لپاره خورا اړینې دي چې راتلونکې تورې تیارې مو لمنځه وړي او د ژوند ښکلا در ډالۍ کوي.

دا ستر حقیقت دی چې د ځینو خلکو څېره معمولي وي، خو زړونه یې د مینې سمندر وي، د دې لپاره چې پوهه شئ، په ایرو کې پټ لعلونه څوک دي، د یو لړ پلټنې او تحقیق وروسته به یې خپله ترلاسه کړئ.

پوهان دا هم وايي، چې ځیني وختونه ځان په ستونزو او ننګونو کې ښکېل وښایاست، تر څو پوهه شئ، څومره ملګري او خواخوږي لرئ، که مو دا وخت خواخوږي وموندل او د حل او ملاتړ په موخه درته حاضر شول، پوهه شئ چې همدا مو ریښتیني او ژمن ملګري دي او باید تلپاتې ارزښت ورکړئ او که ستاسې د اړتیا پر وخت حاضر نه شول او یوازې ننداره یې کوله، پوهه به شئ چې هسې تمثیلي ملګرتیا وه او باید واټن ترې ونیسئ.

مه هېروئ، ځیني خلک که څه هم له څېرې ډېر عاجز او او خاکساره معلومیږي، خو له په باطن کې داسې ځانګړنې لري، ته وا هېڅ انسانیت نه پيژني او ځيني وخت داسې خلک به وګورئ چې ظاهر او باطن یې دواړه یو ډول وي، په باطن هم د مینې چینه وي او په ظاهر هم، په باطن هم د حق ملاتړی وي او په ظاهر هم...

که ملګری مو د منفي کړنو او فعاليتونو پر ځای د مثبتو کړنو او فعاليتونو څښتن و، نو ژر تر ژره ورته ښه راغلاست وواياست.
پای