د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۲مه سرمشریزه د سپټمبر له ۱۵ تر ۱۶مې (د وږي ۲۵مه) د ازبکستان په سمرقند کې د یوې اعلاميې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.
په دې سرمشریزه کې د بحث محوري ټکي څه و؟ د ګډې اعلاميې غورچاڼ څه دی؟ د افغانستان، سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو اغيزه کولای شي؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې دې او ځينو نورو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړو هیله ده چې د لوستلو لپاره يې وخت ولرئ.
په سمرقند کې څه تېر شول؟
د یادونې وړده چې د شانګهای همکارۍ سازمان هر کال د خپلو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه ترسره کوي او د یادو غونډو کوربه توب د غړو هېوادونو له خوا په نوبتي ډول ترسره کېږي چې سږ دغه نوبت د ازبکستان و او ټاکل شوې چې راتلونکی کال به دا نوبت هند ته ورسېږي.
د سمرقند په سرمشریزه کې د چین د دولت رییس شي جین پينګ په ګډون د روسيې، هند، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او د یاد سازمان د نورو غړو هېوادونو د لوړې کچې مشرانو ګډون کړی و.
د یادونې وړده چې د سمرقند د سرمشریزې تر څنګ، په دې ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو فرعي ناستې او لیدنې هم درلودې، د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو بحثونه پکې شوي دي.
د سیمې او نړۍ د امنیت د خوندیتوب، اقتصاد، سوداګرۍ او ټرانسپورټي همکارۍپياوړتیا، اقلیمي او مخابراتي همکارۍ زیاتېدل، ترهګرۍ او بېلتون غواړو بغاوتګرو پروړاندې مبارزه او داسې نور... د سمرقند سرمشریزې د بحث مهم موضوعات و.
دغه سرمشریزه د سپټمبر په ۱۵مه پيل او ۱۶مه د یوې اعلاميې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.
د یادې سرمشریزې د کوربه هېواد ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل چې د افغانستان د ملاتړ لپاره دې یو ګډ صندوق جوړ شي او زياته يې کړه چې دغه هېواد بايد یوازې پرېنښودل شي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان به له نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو سره د دغه سازمان او ملګرو ملتونو د منشورونو او قوانینو په رڼا کې همکارۍ پراخې کړي، سیمه ییزې او نړیوالې مسئلې دې د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ حل شي.
د سمرقند سرمشریزې په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ به د راکړې ورکړې پياوړتیا د دوامدارو اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او مخابراتي اړیکو او بېلا بېلو تمدونونو ترمنځ د بحث او خبرو د پيا وړتیا د سیمې د سوکالۍ او امنیت د تامین لپاره ګټه ولري او دا د شانګهای همکارۍ سازمان موخه هم ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې هېڅ هېواد حق نه لري چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او ټينګار شوی چې د سخت دریځۍ، ترهګرۍ او هغو کسانو پروړاندې باید مبارزه وشي چې د نورو په اشاره له خپلواکو هېوادونو د بېلتون هڅې کوي.
چین چې د شانګهای همکارۍ سازمان له بنسټ اېښودونکو او مهمو غړو دی، په دې سرمشريزه کې يې د دولت د رییس شي جین پینګ د وینا مهم ټکي دا و: «د شانګهای همکارۍ سازمان روحیه د دغه سازمان د پرمختګ د پياوړتیا قوت دی. د سیمې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ښه ژوند زموږ ګډه موخه ده. د ننګونو او ستونزو پروړاندې د چین اقتصاد پياوړی دی، د دایمي پرمختګ اصلي وضعيت به يې بدل نه شي او د پرمختګ لپاره بالقوه ځواک لري.»
په دغه غونډه کې د نړۍ د غلو دانو او انرژۍ خوندېتوب، له اقليمي بدلون سره مقابلې، د عرضې ځنځير د ثابت او متنوع ساتلو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه لسګونه سندونه لاسلیک شوي دي.
په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران د غړیتوب یادښت لاسلیکېدل، بلاروس ته په دغه هېواد کې د غړیتوب لپاره اقداماتو پیلېدل، د مذاکره کوونکو همکارانو په توګه د مصر، سعودي عربستان، قطر هېوادونو غوښتنو منل کېدل، د بحرین، مالدیو، عربي متحده امارات، کویټ او میانمیار غوښتنو تر غور لاندې نیول، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د غړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ پر بنسټ همکارۍ تړون د تطبیق پلان برابرېدل په یاده سرمشريزه کې نور شوي مهم کارونه ګڼل کېږي.
د افغانستان لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان اهمیت:
ښکاره حقیقت دا دی چې افغانستان څه باندې څلور لسیزې د نړۍ د سرزورو هېوادونو د ځان غوښتنې او تېریو قرباني شوی او لوی لامل يې دا دی چې دغه هېواد له دویمې نړيوالې جګړې راهيسې له نړیوالو تصمیم نیوونکو قدرتونو څخه ګوښی پاتې شوی.
نه يې خپله دومره ځواک درلود چې په یوازې سر له ټولو ور پېښو ګواښونو سره مقابله وکړي او نه يې کوم داسې باوري او قوي ملګری درلود چې له ګواښونو سره په مقابله کې يې ملا وتړي، نو له همدې امله پر له پسې ځپل شوی او وهل شوی دی.
اوس چې کابو ټول ګاونډيان يې د شانګهای همکارۍ سازمان غړيتوب لري، د دغه هېواد لپاره ډېره مهمه او لازمه ده چې دا چانس ضایع نه کړي او په دې سازمان کې په معقوله لار ور ګډ شي.
که تاریخي پس منظر ته وکتل شي نو افغانستان د شانګهای له مهمو غړو هېوادونو لکه چین سره ډېرې لرغونې او پخوانۍ دوستانه اړيکې درلودلې او دا یو ښه چانس دی چې اوس افغانستان له خپل پخواني دوست څخه په دغه سازمان کې د دایمي غړيتوب په برخه کې همکاري او مرسته وغواړي.
هماغه ډول چې د سمرقند سرمشریزې په اعلامیه کې راغلي چې دغه سازمان به د نړۍ، سیمې او په تېره بيا د خپلو غړو هېوادونو امنیت، اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو له بل سره په ګډه همکارۍ کوي، افغانستان چې هم له اقتصادي پلوه په ټيټه لار کې دی او هم له امنیتي پلوه په داسې موقف کې نه دی چې د ځان هوايي حریم ساتنه وکړي او همدا اوس د امریکا جاسوسي الوتکې د دغه هېواد په فضا کې الوتنې کوي، دا ډېره مهمه ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ته ځان ور نږدې کړي او مرسته ترې وغواړي.
ښه خبره دا ده چې افغانستان اوس هم د شانګهای همکارۍ سازمان ناظر غړی دی او له جغرافيايي پلوه هم په داسې سیمه کې موقعیت لري چې شاوخوا ټول ګاونډيان يې د دغه سازمان غړيتوب لري، خو د خواشینۍ خبره دا ده چې سږ کال يې د سمرقند په سرمشریزه کې ځای خالي و.
دا چې په هره وجه نه دی توانېدلی چې په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي، زما په نظر ښه نه دي شوي، خو په راتلونکې کې باید په دې سازمان کې د دایمي غړيتوب لپاره هڅې وکړي او د شانګهای دایمي غړو هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان له دایمي غړيتوب سره موافقه وکړي.
د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو د شانګهای همکارۍ سازمان اغیزې
هماغه ډول چې پوهېږو چین د نړۍ یو لوی اقتصادي قدرت او تر ټولو ګڼ نفوسه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي هېواد په توګه غړیتوب لري، دغه راز روسیه هم د امنیت شورا د دایمي غړي او د پخواني شوروي اتحاد د ځای ناستي په توګه او دغه راز د مرکزي آسیا هېوادونه، هند او نور چې په مجموع کې تر ټولو وچو لویه جغرافیه جوړوي، نو په اقتصادي او پوځي لحاظ هم د نړۍ تر ټولو ځواکمن سازمان ګڼل کېږي، نو معلومه او ښکاره خبره ده چې پرېکړې يې هم د سیمې او نړۍ پر مسایلو او معادلو اغيزه لري.
د سیمې پر مسایلو د دې سازمان د پرېکړو اغیزه ځکه جوته او ښکاره ده چې مهم غړي يې د همدې سیمې هېوادونه دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان په لنده څو خبرې:
شانګهای همکارۍ سازمان یا Shanghai Cooperation Organization – (SCO) بین الدولتي سازمان دی چې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ په موخه په ۲۰۰۱ میلادي کال د چین، روسيې، قزاقستان، قرغزیستان او ازبکستان هېوادونو د مشرانو له خوا جوړ شو، رسمي ژبې يې چيني او روسي ده.
د شانګهای همکارۍ سازمان اوسمهال اته دایمي غړي لري چې چین، روسیه، هند، قزاقستان، قرغزیستان، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان دي.
سږ يې ایران له ناظر غړيتوب څخه، رسمي غړیتوب ته پورته شو او د سمرقند په سرمشریزه کې يې د غړیتوب یادښت په رسمي ډول لاسلیک شو.
افغانستان، بلاروس او مغولستان يې ناظر غړي دي، آذربایجان، ارمنستان، کامبوج، نپال، ترکیه او سریلانکا يې د خبرو اترو شریکان ګڼل کېږي.
دغه سازمان د نړۍ، په تېره بيا خپلو اصلي غړو، ناظرینو او د بحث شریکو هېوادونو اقتصادي، سیاسي، امنیتي، تجارتي، پولي- بانکي، انرژۍ او کلتوري برخو ته ډېره پاملرنه کوي او تر ډېره يې د سرمشریزو د بحث مهم ټکي همدا موضوعات وي.
د شانګهای همکایو سازمان د اساس نامې له مخې، په دغه سازمان په دایمي غړیتوب کې د هر نوي هېواد شاملېدو لپاره شرط دا دی چې باید ټول دایمي غړي يې تایید کړي.
وروستي