ملګری جوړ شه؛ خو د چا؟

دا یو ستر حقیقت دی چې هر انسان د راز او نیاز ملګري د موندلو په هڅه کې وي، څو د ډېرو هڅو وروسته یوه داسې څېره پېدا کړي، چې په تمامه مانا ورسره مرسته وکولای شي.

دا چې ملګرتیا د ژوند یو اصل دی او باید له ځينو مشخصو خلکو سره دې راشه درشه درشه ولرئ، اړ یاست چې د خپل سیال ملګري په لټه کې شئ.

د دې لپاره تر هر څه ډېره اړینه د ملګرو په اړه مطالعه کول دي، ښه ده او غوره چې لومړی خپل هغه څوک چې غواړئ، ملګری یې جوړ کړئ، لومړی یې ښه په ځير مطالعه کړئ.

مجبور نه یاست چې په خپل ژوند کې هر ملګري ته د ښه راغلاست لاس وغځوئ، دا په دې مانا ده چې په اصل کې تاسې د یوې لنډې وقفې لپاره ملګرتیا کوئ او بیا پرې پښېمانه کېږئ هم. هغه ملګري چې له تاسې نوی يو ځای کيږي، دا په دې مانا ده چې په یوه جدي ازموینه کې ورسره مخامخ کېږئ، دا ازموینه یو طرفه نه ده، بلکې دوه طرفه ده، هر لوری باید کوښښ وکړي چې ځان زیانمن نه کړي، خپل باور خام نه کړي، خپل شخصیت د دوه پیسو نه کړي، ستاسې زړه مات نه کړي او په ټوله کې تاسې خوښ او ملاتړي وساتي.

 تاسو که د ملګرتيا ټولو کړنو او فعاليتونو ته ژمن او فعاله یاست، بیا ومنئ چې د ملګرتیا په اصولو ښه مخته تللای شئ، چې دا چاره د یوې تلپاتې ملګرتیا پیلامه ګرځیږي. 

د داسي ملګرو په لټه کې شئ، چې تاسې درک کړي، خپل سیال مو وګڼي، درناوی وکړي، مینه درکړي، د ستونزو پر وخت مو ملاتړ وکړي، د بې څوکۍ احساس در ورک کړي، د مرستې په وخت در څخه خپله وسه ونه درېغوي، په خوښۍ او خپګان کې درسره خوا په خوا قرار ولري، خپل کشر ورور دې وګڼي، څو د شفقت خوږ سیوری یې ستاسې پر سر چاپیر شي، خپل مشر ورور دې وګڼي، څو درناوي ته مو په ارزښت قائل و اوسي.
دا اړینه ده چې لومړی خپل ملګری ولولئ، دا چاره تاسې په ډير څه پوهوي، يو ښه ملګری باید تل مثبت فکر ولري، يو ښه ملګری هغه دی چې مثبت ليدلوری او تحلیل ولري، يو ښه ملګری يو ښه مشاور هم کيدای شي. 

که ملګري مو د منفي کړنو او فعاليتونو پر ځای د مثبت کړنو او فعاليتونه څښتن و، نو ورته ژر تر ژره ښه راغلاست وواياست. 

ښه ملګری یو ښه مشاور هم بللای شو، که ورته په ارزښت قائل شئ او متقابله مینه پکې نغښتې وي، بیا مو مفت مشاور هم ترلاسه کړئ، چې دا چاره په پرمختللو هېوادونو کې د ډېر ارزښت وړ بلل کېږي.

موخه بايد لوړه وټاکئ او ورته د رسيدلو لپاره خپلې هلې ځلې ونه درېغوئ. بريالي خلک هوډمن فکر لري او له دې فکره د تل لپاره ګټه پورته کوي چې څنګه د بریالیو خلکو یوه – یوه ځانګړنه را خپله کړي.
پای