امريکايي چارواکي : پاکستانیانو په تېرو څو کلونو کې خپل اتومي ځواک څو چنده زیات کړې دی

امریکايي سرچینو خبر ورکړې دی ،چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې خپل اتومي ځواک څو چنده زیات کړې دی اوس دا ناارامه هېواد د100 شاوخوا اتومي وسلې لري ،چې پخوا د 60-30 ترمنځ وې .
سرچینه زیاتوي پاکستان په دې وروستیو کې دیورانیومو او پلوتونیومو تولید ته زور ورکړې دی ،چې دا دبمونو په جوړونه کې کارول کیږي . پردې سربېره ېې نوې وسلې هم جوړې کړې دي اوس پاکستان کولای شي ،چې څو کاله وروسته به له هندسره سیالي وکړای شي .
واشنګټن پوست کاږي : امریکا اوس اندېښنه لري ،چې په سیمه کې اتومي وسلې مخ په ډېرېدو دي او له بل پلوه ترهګر هڅه کوي ،چې دا اتومي وسلې تر لاسه کړي ددې ترڅنګ پاکستان بیا دا انګیري ،چې دامریکا موخه داده ،چې څرنګه دا اتومي وسلې ترلاسه کړي او ېې اتومي پروګرام شنډ کړي ځکه خو له هند سره نږدې همکاري لري او پر پاکستان ېې غوره بولي .