دا پنځلس کړنې ستاسو ژوند له منځه وړي

۱ ـــ کله چې بښنه نه کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ، نباید ژوند ډېر زیات جدي ونیسي، ډېری وخت نور تاسو خواشیني کوي او دغه راز ډېری وخت تاسو نور خواشیني کوﺉ. په زړه کې کینه ساتل او غوسه اوسېدل مو ړندوي او نه پرېږدي، هغه څیزونه، چې واقعاً په ژوند کې مهم دي وې وینئ. 

۲ ـــ کله چې هغه کارته، چې ورسره مینه نه لرﺉ، دوام ورکوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
کله وخت په دې دلیل په کار کې پاتې کېږﺉ، چې غواړﺉ د هرې میاشتې په وروستیو کې معاش تر لاسه کړﺉ، خو ولې خپله نېکمرغي له ګواښ او خطر سره مخامخ کوﺉ او پر ځای د دې چې د اوس لپاره اندېښمن واوسئ، ولې د راتلونکې په اړه فکر ونه کړﺉ، چې آزاد او خوشاله به وﺉ؟

۳ ـــ کله چې نور څه فکر کوي درته مهم وي، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
په ډاډ سره ویلی شم، چې نه شئ کولای ټول انسانان خوشاله او راضي وساتئ، دا چې د نورو خبرې او افکار درته مهم وي، یوازې تشوي مو، ځکه هغوی تل تاسو ناهیلي کوي.

۴ ـــ کله چې خپل وخت بېځایه تېروﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ
هڅه مه کوﺉ، چې په تمه کېنئ، ترڅو هر څه په ښو شرایطو کې مېشت شي، چې کړنې ترسره کړﺉ، له خپله ځایه پورته شئ او هر هغه کار، چې د ژوند د ښه کولو لپاره مو اړین وي ترسره یې کړﺉ.

۵ ـــ کله چې په خپل ځان باندې پام نه کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
بدن مو د بریا په لور ستاسو یوه وسیله ده، له بدن سره سم چلند کول، ښه خواړه خوړل، د ژوند د سمې بڼې لرل، نه یوازې په راتلونکې کې ستاسو د روغتیا ضمانت کوي، بلکې په خپل ځان باندې مو باور هم زیاتوي.

۶ ـــ کله چې له هر څه څخه شکایت کوﺉ، خپل ژوند له منځه وړﺉ.
له شکایت سره ژوند کول تاسو هېڅ ځای ته نه رسوي، یوازې ناهیلی، ستړی او غوسه کوي مو.

۷ ـــ کله چې له افسوس او پښېمانۍ سره ژوند کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
تېر د بدلون وړ نه دی، له هغه څخه درس واخلئ او ترې تېر شئ. په افسوس او پښېمانۍ سره ژوند کول یوازې مثبته انرژي مو اخلي او د دې سبب ګرځي، چې هغه امکانات ونه وینئ، کوم چې ستاسو په مخکې پراته دي.

۸ ـــ کله چې د خپل ژوند لپاره ناسم شریک ټاکﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
له دې څخه هېڅ څیز ورانونکی نه دی، چې له هغه چا سره خپل ژوند شریک کړﺉ، چې نه مو ستایي او د خوشالۍ سبب مو نه دی.

۹ ـــ کله چې خپل ځان له نورو سره پرتله کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
موږ ټول ځانګړي انسانان یو، ولې خپل ځان له هغو کسانو سره پرتله کړو، چې له موږ سره برابر نه دي؟ 

۱۰ ـــ کله چې فکر کوﺉ، پیسې مو نېکمرغه کوي، خپل ژوند له منځه وړﺉ.
پیسې تاسو ته آزادي در په برخه کوي، خو په ژوند کې ډېر ساده څیزونه شته، چې خوشاله کوي مو او هېڅ پیسو ته هم اړتیا نه لري. دا چې په ژوند کې ټول پام شتمنۍ او پیسو ته ور واړوﺉ، نو ستړي کوي مو.

۱۱ ـــ کله چې شکر کوونکي او منندوی نه یاست، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
شکر کوونکی اوسېدل، یانې د هغو څیزونو په ارزښت باندې پوه شئ، کوم چې لرﺉ یې. که په خپلو شته څیزونو باندې شکر وکړﺉ، نو دنننۍ آرامتیا ته رسېږﺉ.

۱۲ ـــ کله چې په ناسمه اړیکه کې پاتې کېږﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
د بدو دوستانو لرل واقعاً بد دي، خو له هغو دوستانو سره په اړیکه کې اوسېدل، چې ستاسو فردي ارزښت را ټیټوي، نو تباه به مو کړي.

۱۳ ـــ کله چې بد بین او منفي فکر لرونکی یاست، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
تل باید خوشبین واوسئ، چې اوضاع ښه کېږي، نه شئ کولای، چې تل منفي فکر وکړﺉ او له هرې ښې پېښې سره، چې مخامخ کېږﺉ، محکومه یې کړﺉ.

۱۴ ـــ کله چې له یوه دروغ سره ژوند کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
ډېری کسان داسې ژوند پر مخ بیايي، چې په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري، هغوی تل تظاهر کوي او دروغجن ژوند لري، باید د هغه په اړه، چې واقعاً یاست رښتیني واوسئ او له هغه سره سم ژوند وکړﺉ.

۱۵ ـــ کله چې د هر څه په اړه خواشیني او اندېښمن یاست، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.
هڅه وکړﺉ، چې د هغو څیزونو په اړه خواشینی او اندېښمن ونه اوسئ، چې په ټول ژوند کې مو ارزښت نه لري، په هر حال تاسو د ټولې نړۍ د ستونزو د حل مسؤول نه یاست.