د ښه پلار اوسېدو شل مهم رازونه

ښه او بېلګه ایز پلار اوسېدل په ځینو رازونو باندې پوهېدلو ته اړتیا لري، چې د ارواه پوهانو په باور د پلار او اولاد ترمنځ په اړیکه باندې  حیرانونکې اغېزې لري.
 
له پلار اوسېدو څخه موخه څه ده؟ 
په دودیزه کورنۍ او ټولنه کې د بدلون په رامنځته کېدو سره، د پلار رول هم بدلون پیدا کوي، هغه ټکي چې په لیکنه کې یې یادونه شوې ده، له پلرونو سره مرسته کوي، ترڅو په ماشومانو کې شخصیت لوړونه او پر ځان باندې باور پیاوړی کړي، نننۍ کورنۍ توپیري دي، خو په درې تېرو لسیزو کې ټولنیز بدلونونه، لکه: په کورنیو کې د سرپرستو ښځو د شمېر ډېرښت، د طلاق او بیا واده کولو کچه، د مور او پلار اوسېدو په رول کې د بدلونونو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.
 
د پلار اړیکه له خپل زوی او لور سره توپیري ده، د ماشوم پالنې په سبک کې بدلون د دې سبب شوی دی، ترڅو نارینه د پلار او د ژوند د شریک په توګه ډېرې دندې ولري. نننی پلار په ډېر زیات احتمال سره د خپل پلار اوسېدو د لارښوونې او روزنې لپاره د خپل کوچنیوالي له تجاربو څخه ګټه نه اخلي، ځکه د اوسنیو عصري او توپیري پلرونو له پېچلو ننګونو سره به مخامخ شي.
 
له ماشوم سره د پلار مینه ناک چلند، د ماشوم د لاسته راوړنو د ډېرښت او دغه راز د همزولو ترمنځ د هغه  د لا ډېر محبوبیت او سمون سبب ګرځي، هغه پلرونه، چې په خپل سرې توګه خپلې غوښتنې پر ماشومانو باندې نه تحمیلوي، په هغوی کې د صلاحیت له لوړتیا سره ډېره زیاته مرسته کوي.
 
په ښه، مینه ناک او ملاتړ کوونکي پلار باندې د بدلېدو لپاره ځینې ټکي
۱ ـــ د خپل ماشوم لپاره وخت په پام کې ونیسئ
دا چې یو پلار څنګه د خپلو اولادونو لپاره وخت ځانګړی کوي، د دې ښکارندویي کوي، چې ماشوم ورته ډېر زیات مهم دی. ماشومان په چټکۍ سره وده وکوي، نو اوس له ماشوم سره د پلار د تړاو وخت دی، نو په دې موخه ډېرې زیاتې بوختیاوې، لکه: د فوټبال لوبه، کرکېټ او دې ته ورته نورې لوبې شتون لري، چې دا تړاو رامنځته شي.
 
۲ ـــ د مینه کولو او مثبتې ماشوم پالنې اصول
مینه کول په انسان کې ذاتي دي او ټول ماشومان ورته اړتیا لري، پلار باید دا چاره په پام کې ونیسي او سم چلند ولري، ځکه مینه کول، ماشوم په دې باندې پوهوي، چې هغه مو څومره خوښېږي.
 
۳ ـــ د ماشوم لپاره بېلګه واوسئ
پلار د خپلو ماشومانو لپاره اصلي بېلګه دی، څه ماشومان یې درک کړي او څه یې درک نه کړي. هغه نجلۍ چې خپل وخت له یوه مهربان او مینه ناک پلار سره تېروي، د یوه هلک د درنښت وړتیا لري او د خپل ژوند له شریک سره د چلند له څرنګوالي سره آشنا کېږي. پلرونه د رښتینولۍ، تقوا او مسؤولیت منلو په ښوولو سره به خپلو ماشومانو ته د ژوند درس ورزده کړي.
 
۴ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ
پلرونه باید له خپلو اولادونو سره د هغوی د ځوانۍ په عمر کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري، ترڅو هغوی په خپل ځان پورې تړلي موضوعات په ډېره ښه او هوسا توګه درک او مدیریت کړي، تاسو باید د خپلو ماشومانو د آیډیاوو او ستونزو لپاره ښه اورېدونکی واوسئ، ځکه هغوی بېلابېلې پوښتنې او شخصیت لري.
 
۵ ـــ د خپل ماشوم ښوونکی واوسئ
د دې لپاره، چې ښه پلار واوسئ، باید خپل ماشومان د ښو او بدو کړنو په توپیر باندې پوه کړئ او هغوی د ښو کړنو د ترسره کولو لپاره وهڅوئ. ماشومان له خپل پلار څخه د ژوند بنسټیز درسونه زده کوي.
 
۶ ـــ د یوې کورنۍ په توګه د یو بل ترڅنګ خواړه وخورئ
د روغ او سالم ژوند یوه مهمه برخه کورنی تړاو دی، چې د کورنۍ ترڅنګ رامنځته کېږي، دا چاره ماشومانو ته دا موکه په لاس ورکوي، ترڅو د خپلو ورځنیو چارو په اړه له خپلو والدینو سره خبرې وکړي او یو فرصت دی، ترڅو پلار ښکاره کړي، چې یو ښه اورېدونکی دی.
 
۷ ـــ د خپلو ماشومانو لپاره کتاب ولولئ
په نننۍ عصري نړۍ کې، چې د ټلویزیون او انټرنېټ تر واک لاندې ده، مهمه ده، چې ماشوم ته د کتاب لوستنې فرهنګ ورزده شي، پلرونه باید د خپلو ماشومانو لپاره کتاب ولولي او هرڅومره چې هغوی سترېږي، نو په هماغه اندازه باید پلرونه یې وهڅوي. کتاب لوستنې ته د ماشوم هڅونه‎، د دې لپاره یوه ښه او غوره لارده، چې پلرونه د خپلو اولادونو له سواد، شخصي او دنده ایزې ودې څخه ډاډ ترلاسه کړي.
 
۸ ـــ د خپل ژوند شریک ته درنښت وکړئ
هغه والدین چې یوبل ته درنښت کوي، خپلو اولادونو ته دا ډاډ ورکوي، چې د پالنې لپاره یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی، کله چې اولادونه د خپلو والدینو درنښت کول ویني، د پلار رول لاپسې پیاوړی او په غوره توګه منل کېږي، په پایله کې دا چاره د دې سبب ګرځي، چې هغه له لا ډېر درنښت څخه برخمن شي.
 
۹ ـــ په هېڅ وجه د مور دندې ته ښځینه او مورنی لید مه لرئ
پلرونه باید د دندو پېټی ووېشي او په ټولو چارو کې خپل ځان ښکېل کړي، له مور سره د ماشوم د جامو په  بدلولو، حمام ته وړلو او حتا خوړو ورکولو کې مرسته وکړئ.
 
۱۰ ـــ اولاد ته مو د تصمیم نیونې اجازه ورکړئ
خپل ماشوم ته ورزده کړئ، ترڅو مهم واوسي، ماشوم د لویانو په څېر د کړنې او تصمیم نیونې له آزادۍ سره مینه لري، د یوه پلار دنده داده، چې هغوی ته اجازه ورکړي، ترڅو تصمیم ونیسي، البته په هغو چارو کې، چې تاسو ټاکلې دي او ستاسو د نظارت په چوکاټ کې.
 
۱۱ ـــ له جدایۍ او طلاق وروسته فعال پاتې شئ
که چېرې د خپل ژوند له شریک څخه مو طلاق اخیستی دی، دا د دې دلیل نه شي کېدای، چې له خپلو اولادونو سره اړیکه پرې کړئ، بلکې باید په ژوند کې خپل فعال رول ته دوام ورکړئ او خپله اړیکه  د ټیلیفون، ایمیل او نورو..... لارو څخه خوندي وساتئ او هېڅکله د ګډ ژوند او کورنیو ستونزو د حل لپاره له خپل اولاد څخه ګټه مه اخلئ، له خپل تېر خاوند څخه وغواړئ، چې ستاسو د اولاد په خاطر له تاسو سره همکاري وکړي.
 
۱۲ ـــ هره ورځ په لاسرسي کې واوسئ
په هغو تصمیمونو کې ګډون وکړئ، کوم چې د ماشوم لپاره نیول کېږي او هېڅکله هغه څه، چې ستاسو په اولاد پورې تړاو لري، د خپل ژوند شریک ته مه ورکوئ.
 
یو ښه پلار هېڅکله له معمولو ورځنیو چارو او فعالیتونو څخه اوږې نه تشوي، په ماشوم پورې د اړوندو کارونو په ترسره کولو کې ګډون کول، ستاسو او د ماشوم ترمنځ صمیمیت رامنځته کوي.
 
۱۳ ـــ قهر او غوسته کېدل، له زغم څخه ډېر آسانه کار دی، په دې حالت کې په یاد ولرئ، چې د غوسه کېدو پرمهال یوه ژوره ساه وباسئ او یا پلی مزل وکړئ، ځکه صبر او زغم لرل، له ماشوم سره ستاسو اړیکه ساتي.
 
۱۴ ـــ ماشوم ته مو د لوبو کولو اجازه ورکړئ
ماشومان د لوبو کولو له لارې وده کوي، غوره ده، چې هغوی ته د لوبو کولو لپاره وخت ځانګړی کړئ، هغوی ته اجازه ورکړئ، چې لوبې وکړي او له لوبو کولو څخه خوند واخلي، په دې کار سره به د هغوی تخیل وتخنېږي او خلاق کېږي، په دې لړ کې هڅه وکړئ، چې د ټلویزیوني او کمپیوټري لوبو کچه او وخت ډېر را کم کړئ.
 
۱۵ ـــ له احساسي پلوه د ماشوم په لاسرسي کې واوسئ
د ماشوم او پلار ترمنځ د اړیکې تر ټولو مهمه برخه فزیکي تعاملات دي، خو یو بېلګه ایز پلار له احساسي پلوه تل د ماشوم په لاسرسي کې قرار لري.
 
۱۶ ـــ په ماشوم پورې په ټولو اړوندو کارونو کې ګډون وکړئ
یو ښه پلار په ماشوم پورې په ټولو اړوندو کارونو کې ګډون کوي، له ګډون څخه موخه داده، چې هغه باید د کور مسؤولیتونه او دغه راز د ماشوم لرلو دندې په فعاله توګه ترسره کړي او یوازې مرسته کوونکی ونه اوسي.
 
۱۷ ـــ خپل ماشوم ته نه ویل ورزده کړئ
په داسې حال کې، چې اړینه ده ماشوم ته آزادي ورکړل شي، باید ځینې محدودیتونه هم په پام کې ونیول شي، ځکه د محدودیتونو په نه پام کې نیولو سره، د هغوی په سترولو کې به ستونزې ولرئ، هغوی ته ورزده کړئ، کله چې هغوی ته د یوې چارې لپاره د نه ځواب ورکوئ، نو ستاسو په دې نه ویلو کې هېڅ بدلون نه رامنځته کېږي.
 
۱۸ ـــ فعال واوسئ
تل په ماشوم پورې د اړوندو کارونو په ترسره کولو کې فعال واوسئ او هڅه وکړئ، چې د دې کارونو ترسره کول زده کړئ، په خلاقیت او نوښت سره، لکه څنګه چې ستاسو ماشوم یې وړ دی، د ماشوم د پالنې مسؤولیتونه ترسره کړئ، د دې کارونو په ترسره کولو کې د خپل ژوند له شریک څخه مرسته وغواړئ.
 
۱۹ ـــ له خپلې مېرمنې څخه لارښوونه ترلاسه کړئ
په ماشوم پورې د اړوندو کارونو په ترسره کولو کې له خپلې مېرمنې څخه لارښوونه ترلاسه کړئ او په دې فکر سره، چې مېرمن مو له تاسو څخه ښه پوهېږي، د دې مسؤولیت له پېټي څخه اوږې مه تشوئ. باید په دې باندې ځان پوه کړئ، چې مېرمن مو په هر هغه څه باندې پوهېږي، کوم چې په ماشوم پورې اړوند دي، په تجربې او تمرین کولو سره یې ترلاسه کړي دي، له دې کبله تاسو هم په تمرین او ډېرې هڅې سره کولای شئ، دا کارونه په غوره بڼه ترسره کړئ.
 
۲۰ ـــ هغوی ته خپلواکي ورزده کړئ
له ماشومتوب څخه خپل اولاد ته خپلواک کېدل ورزده کړئ. ځینې چارې لکه: د کوټې پاکول او د جامو ځای پرځای کول او داسې نور ... ور وسپارئ، ځکه دا چاره به د هغه په ځان باندې باور زیات کړي.
 
د ژوند ډېرې کمې پېښې د پلار رول ته بدلون ورکوي، د پلار مسؤولیت ډېر زیات ارزښت لري او د یوه پلار د مهربانۍ مکافات به په راتلونکې کې د هغه درنښت تضمین کړي. د پورته ټکو په مراعات کولو او له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، یو مینه ناک او ملاتړ کوونکی پلار واوسئ.