فرصتونو ته لبیک ویونکي اوسئ! 

ژوند د ترخو او خوږو مرکز دی، کله نا کله یو شخص د تغیراتو په لټه کې وي او غواړي له ځانه یو پیاوړی شخص جوړ کړي. خو زیات وخت یې دا هیلي مړاوي پاتیږي. 

هیڅکله له ژوند نه مه نا اُمیده کېږئ، د ژوند له هري صحنې او برخي نه نوي زده کړئ. 
ځني وخت مو ژوند ته نوي فرصتونه را درومي، تاسي ورته لبیک ویونکي اوسئ، تر څو په راتلونکي کې د پښېمانۍ تر سیورې لاندې ونه اوسئ. 

ځني وخت به تاسو ته داسې فرصتونه را درومي چې نورو به زیاتې هڅې کړي خو تر لاسه کړي به یې نه وي، که چيرې تاسې له دا رنګ فرصته برخمن کېږئ نو د خوشحالۍ اظهار وکړئ او وه یې منئ. 

که چیرې نن تاسو ته د زده کړې، کار کولو او ورزش کولو فرصت برابر دی نو دا فرصت مه ناهیلی کوئ چې هغه ستاسو نه په خفګان حرکت وکړي، ځکه که چیرې تاسو نن دا فرصت نا هیلی کړئ نو کېدایشي په راتلونکي کې مو همداسي نا هیلی کړي. 
هر ښه فرصت ته ښه راغلاست ووایاست.