ورځپاڼه : په مصر کې دتجارتي شرکتونو نېمه ګټه دمبارک دکورنۍ دغړو جیبونو ته روانه وه



په مصر کې دحسني مبارک دکورنۍ ټوله شتمني 55 ملیارده ډالر اټکل شوې ده ، اې وجیه !!علاء او جمال ستا دزامنو په څیر دي دا هغه کلیمې دي ،چې پوره 15 کاله وړاندې حسني مبارک دموټرو د یوشرکت څښتن وجیه ته وېلې و نوموړی تللې و اوحسني مبارک ته ېې شکایت کاوه ،چې ستا دواړه زامن دهر موټر په سر له ماڅخه ډېر زیات کمیش غواړي .
ورځپاڼه کاږي : مبارک دمصر اقتصاد دخپلې کورنۍ لپاره مسخر کړې و په دې کې ځنې نور دولتي لوړ پوړي چارواکي هم ملګري و ځکه خو په مصر کې فساد او بېکاري او ګراني د وبا په څیر خپره شوه