له خپل مسلک نه پرته هم مطالعه وکړئ

که چیري غواړئ معلومات مو لا زیات سي او له هر چا سره د یو څه په اړه بحث وکړئ نو له خپل مسلک نه پرته بل څه کې هم مطالعه وکړئ. 

مطالعه د انسان ذهن د پراختیا په لور خوځوي او د انسان ذهن اجتماعي کوي.
 
لوستل د پوهي تر ټولو غوره سرچینه او د بوختیاوو تر ټولو ښه وسیله ده. 

کله چې تاسي مطالعه ونه لرئ نو ذهن مو د غلطو کړنو په لور حرکت کوي او له تاسي نه یو بد شخص جوړوي. 

وخت ناوخت کتاب پلورنځۍ ته لاړ سئ ، ځکه کتاب پلورنځی په حقیقت کې د سترو مفکورو د لاسته راوړلو لپاره یو ښه ځای دی. 

کله چې مطالعه کوئ نو ارام او غوره ځای وټاکئ ترڅو مو مطالعه سوی متن ذهن کې د تل لپاره ځای ونیسي.
 
① مطالعه د بریا لومړی شرط.
② بې مطالعې ژوند د تیارې په شان دی.
③ مطالعه مو فکري ځواک غښتلی کوي.
④ ورځ کې مو حد اقل ۳۰ دقیقې مطالعې ته وقف کړئ چې ژوند مو د خوندونو ټولګه سي.