هر شخص کولای سي په حلاله نکاح او د انجلۍ په خوښه سره خپل خور یا لور یوه نیک شخص ته ورکړي.
په قران کریم کې راغلي ژباړه: نکاح وي ارزانه کړئ تر څو زناوي ختمي/ګراني سي.
خو زموږ زیات خلک د قران له دې خبري نه سر غړونه کوي او بر عکس کار کوي.
زناوي یې ارزانه کړي او حلالي نکاح وي یې ګراني کړي دي.
موږ افغانان په یوه داسي ټولنه کې استوګنه کوو چې د لور او خور پر سر مو تجارت روان کړی.
لور او خور د نبوي سنت په لحاظ یو شخص ته نه ورکوو بلکې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې ورکوو.
که چیرې د یوه ځوان لپاره یو ځای مرکه ولېږل سي او هغه ځوان نېک اخلاق، اسلامي ژوند او په علمیزه جامه سمبال هم وي بلکې دده مرکه نه منل کیږي. یواځینی عیب ددې ځوان د شتمنۍ نشتوالی دی.
بل ځوان به نه اخلاق لري، نه به پر اسلامي طریقې برابر وي او نه به علم لري خو چې کله ددې ځوان مرکه ولېږل سي نو سمدستي دې مرکې ته لبیک ویل کیږي او دا مرکه منل کیږي.
دا په دې خاطر چې یاد شخص د شتمني کورنۍ څښتن دی.
زموږ خلک د یوه شخص اخلاقو او علم ته نه ګوري بلکي دوی صرف د یاد شخص شتمنۍ ته ګوري.
په زیاتي شتمنۍ لرلو د یوه شخص ژوند نسي جوړېدی. هغه اشخاص چې زېاته شتمني ولري هغه خلک زېات سر دردونکی ژوند لري او خپل له سخت ژوند نه په تکلیف یې.
پر لږ څه قناعت کول د بریالیو اشخاصو کړنه ده.
موږ او تاسي هم باید د یوه ځوان پر لږ څه قناعت وکړو لکه صرف دده ښه اخلاق.
نوري خبري باید صرفي نظر وګرځوو چې دی نو ولي پیسې نه لري او ولي ښه وظیفه نه لري.
په دې خبرو کې زېات فکر وهل نو بېا هغه څه دي چې زموږ او ستاسي د خور یا لور ژوند د بربادۍ په طرف بیایي.
وروستي