د مصر پوځ پر ﻻريون کوونکو باندې له بريد څخه ډډه کوي

په داسې حال کې ،چې په مصر کې د اوومې ورځې لپاره د حسني مبارک د حکومت پر ضد ﻻريونونه روان دي ، د دغه هېواد پوځ د ﻻريونکوونکو پر ضد له غبرګون څخه ډډه کوي.
په قاهره کې د شپې مهال پر ګرځيدو باندې بنديز لګول شوی و، خو تيره شپه د حکومت مخالفينو د شپې له خوا هم خپل اعتراض ته ادامه ورکړه او د پوځ او نورو امنيتي ځواکونو لخوا له غبرګون سره مخ شول او په دې توګه د حکومت ستنې نورې هم لړزانه ښکاري.
د يادولو وړ ده ، چې له مصر څخه نور هېوادونو هم د خپلو ښاروندانو په ويستلو پيل کړی دی ، ځکه داسې اټکل کيږي، چې تاو تريخوالی به نور هم زيات شي.