۱ ـــ ډېر ژر د تبلیغاتو تر اغېزې لاندې راځي.
۲ ـــ تکراري خبرې کوي.
۳ ـــ د اصطلاحګانو کړۍ یې ډېره کوچنۍ او محدوده ده.
۴ ـــ خپل ځان نه پېژني.
۵ ـــ له هیجان او احساس سره ژوند کوي.
۶ ـــ د هغوی د ذهن د استدلال برخه نږدې رخصت ده.
۷ ـــ د دوکه ورکولو استعداد پیدا کوي.
۸ ـــ عقلي ځواک یې نه دی روزل شوی.
۹ ـــ هغه څه، چې وایي یې، پرې زیات واک او کنټرول نه لري.
۱۰ ـــ نورو ته د غوږ نیولو په لارو چارو باندې نه پوهېږي.
۱۱ ـــ د آوازو د خپرېدو د منلو استعداد لري.
۱۲ ـــ د انسانانو د توپیري اوسېدو ارزښت او اهمیت نه شي موندلای.
۱۳ ـــ مغز یې کنګل حالت پیدا کوي.
۱۴ ـــ د زده کړې کچه یې په چټکه توګه را ټیټېږي.
۱۵ ـــ په ژوند کې د فکر کولو فرصت له لاسه ورکوي.
۱۶ ـــ د نیوکې په نامه اصطلاح نه پېژني.
۱۷ ـــ د واک چلولو د دوام زمینه برابروي.
۱۸ ـــ بېځایه او ناسنجول شوې خبرې کوي.
۱۹ ـــ په ښه توګه خپلې ګټې نه شي تشخیصولای.
۲۰ ـــ د مشورې اصطلاح نه پېژني.
۲۱ ـــ حکومتونه خوشاله کوي.
۲۲ ـــ د دې سبب ګرځي، چې په يوه هېواد کې حزبي نظام را منځته نه شي.
۲۳ ـــ ډېر ژر غوسه کېږي.
۲۴ ـــ د خپلو او د نورو له ښاري حقونو څخه ناخبره دي.
۲۵ ـــ د فکري او شخصیتي ودې لپاره د اړتیا احساس نه کوي.
۲۶ ـــ په هره برخه کې نظر څرګندوي.
۲۷ ـــ په ډېرې هوساینې، آرامۍ او آسانۍ سره په نورو باندې لقبونه ږدي.
۲۸ ـــ د ګمان او بد ګمانۍ تر منځ توپیر نه شي کولای.
۲۹ ـــ په ژوند کې یې ستاینې له انساني غرایزو څخه پورته نه ځي.
۳۰ ـــ په دې باندې نه پوهېږي، چې ناپوهي څه ده.
وروستي