پر مطالعې څنګه ځان روږدې کړو؟

مطالعه لوستلو ته وایي، هر هغه څه چې د ارزښت وړ وي، لوستوال یې لولي، د دې لپاره چې ارزښت ترلاسه کړي، یو ښه لیدلوری ولري، تر ټولو ښه کس دې و اوسي او بالاخره په ټولنه کې دې د یو ښه شخصیت ترلاسه کړي.

یوازې د شخصیت ترلاسه کول هم مهم نه دي، پالنه او ساتنه یې هم مهمه ده. دا چې په ټولنه کې یو انسان له ډېرو ستړو، ننګوونو او مبارزو وروسته یو ښه او نوموتی شخصیت ترلاسه کړي. دا چې دومره سختې او تنګې وګالئ، ستونزو او ننګوونو سره مبارزه وکړئ، د نورو سره هر ډول ننګوونو ته تسلیم نه شئ، بیا باید د خپل شخصیت په پاللو او ساتنه کې ناغیړي هم ونه کړئ. د دې لپاره تاسې اړ یاست چې بېلابېل لیدلوري ولولئ، بېلابېل لیدلوري او ژور لیدونه به څنګه لولئ؟ د دې لپاره اړتیا ده چې د بېلابېلو نوموتو، مخکښو او پیاوړو لیکوالانو لیکنې ولولئ، هغه پنځول شوي او را ژباړل شوي اثار بیا بیا ولولئ چې ستاسې په شخصیت لوړوونه او پوهاوي کې درسره تر بل هر څه ډېره مرسته کوي.

د دې لپاره اړ یاست چې روزمره د بېلابېلو اثارو مطالعه وکړئ، روزمره مطالعه کول داسې وي، لکه د انسان بدن چې ودې او تکثر لپاره خوړو او ورزش ته اړتیا لري، کټ مټ همدا شان د انسان  فکر او ذهن د ودې او تکثر لپار مطالعی ته اړتیا لري. کوم انسان چي هر اړخېزه مطالعه کوي، نو د دې انسان مالومات به پراخ او لېدلوری به یې غښتلی وي.
 کوم انسان چې هر اړخیزه مطالعه کوي، نو هغه انسان به په هېڅ کوم مضمون او د ژوند په ټولو چارو کې د ستونزو او ننګوونو سره نه مخ کيږي.

مطالعه یوازې د کتاب، مجلې، ورځپاڼي، شعر او دې ته ورته نورو موضوعاتو پورې نه اړوند کېږي، بلکې د خپل چاپیریال شاوخوا ته پراته شیان، لکه اسمان، ځمکه، سیندونه، غرونه او داسی نورو اشیاوو په اړه لوست کول هم مطالعه بلل کېږي.

د مطالعې له لارې د نړۍ نوموتي عالمانو او پوهانو وکولای شول چې د ځمکې لاندی خزانې، معادنیات او جواهر پيدا کړل او بیا یې په تدریج سره د هیواد د پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ په موخه وکارول چې په پایله کې یې خپل هېواد د پرم په طرف مخته یوړل.

که مطالعه د مهالوېش له مخې وکړو، پر موږ به بوج او فشار را نه وړي او خپلې چارې به مو هم په تریجي ډول پر مخ ښې روانې وي.

دا اړتیا ده چې هر انسان د ورځې کم تر کمه نیم ساعت مطالعه وکړي، په دې چارې سره انسان روحاً او ذهناً آرامیږي او چارې به یې هم ښې مخته روانې وي.
که د سهار له لوري وختي پاڅېږئ، ذهن به مو هم آرام وي او په ښه ډول به لیک او لوست هم وکولای شئ.

موږ باید خپل وخت په مهالوېش سره ترتیب کړو او د مطالعی لپاره هم پکې خپل خاص ځانګړی کړو، د مطالعې لپاره وخت ځانګړی کول تاسې ته دا ګټه رسوي چې په روزمره چارو کې به هېڅ فشار ونه لرئ او هم به درڅخه دا اندېښنه لیرې وي، چې نن خو بوخت یم، سبا خو بیا واده کې یم، بله ورځ خو بیا په سفر یم، دا روزمره مطالعه خو به سخته وي، هسې نه راڅخه ډېری ورځې میس شي او بیا په تدریج سره دا ښه عادت له لاسه ورکړم. تر څو آرام او بریالی ژوند پیل کړئ. 
پای