د ماشوم په روزنه او پالنه کې د کورنۍ مسوولیت څه دی؟

څښتن تعالی انسان اشرف المخلوق پیدا کړی دی، دغه راز حیوانات او نباتات، ځمکه او اسمانونه، غرونه او رغونه او ټول طبیعت یې پیدا کړی دی.  که لږ په طبیعت او چاپیریال فکر وکړو، پوهه به شو، چې ډېر څه مو تر ستر‌‌‌‌‌ګو کېږي. دا هر څه څښتن تعالی د انسان د اړتیاوو د پوره کېدو په خاطر پیدا کړي دي. د دې لپاره چې هوسا او آرامه ژوند ولرو، د څښتن تعالی له ډېرې سترې لورینې (طبیعت) څخه باید ګټه واخلو او څه ته چې اړتیا وي، له درک او غور وروسته یې ترسره کړو.

د یوې سالمې او بریالۍ کورنۍ راز په څه کې دی؟ او ځانګړنې یې څه دي؟ 

لاندې لیکنې ته تم شئ.
 په دې موږ او تاسې ټول پوهیږو، چې د یوې بریالۍ، پرمختللې او روڼ آندې کورنۍ د مشرانو له لوري په کورنۍ کی هرفرد ته جلا، جلا مسوولیتونه سپارل شوي دي، له همدې کبله یې هر یو خپل  کار او ورته ځانګړی پلان هم لري.

 په یوه کورنۍ کی پلار دا حق لري چې د خپلو اولادونو لپاره حلاله نفقه پیدا کړي او دا یې پر حق هم دی، اولاد پر مور دا حق لري چی چې سالمه روزنه یې وکړي او هغه څه چې باید یو ماشوم په پاللو کې ونډه لري، ویې نه درېغوي. که ناروغه کېږي، رنځپوه ته یې ور ولي، خپل خوږ خوب په شبګیر بدلوي او آن تر دې چې په زحمت او کړاو یې دې نړۍ کې تر بل هر چا ډېره ربړیږي.

دغه راز د کورنۍ غړي او اولادونه باید د خپل مور او پلار سره په خپلو چارو کې همکاري وکړي، د کورنۍ د چارو ترسراوی ډېر اړین دی او په یوازې ځان یې مور او یا مشره خور نه شي ترسره کولای، له همدې کبله اړینه ده چې د کورنۍ غړي د کورنۍ په چارو کې له خپل مور او پلار، مشرې خور او مشر ورور سره روزمره همکاري وکړي. 

دا چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی او په لرې پرتو سیمو او چم ګاونډ کې ډېری کورنۍ خپله حلاله نفقه د زراعتي ځمکو د کر کیلې او ورڅخه د حاصل څخه ترلاسه کوي، له همدې کبله اړینه ده چې په پټيو کې له خپلې کورنۍ سره همکاري وکړو او هېڅ وخت یې یوازې پرېنږدو.

یوه کورنۍ چې مشري یې مور او پلار کوي، د نشتون په صورت کې یې مسوولیت مشر ورور یا مشرې خور ته راجع کېږي، له همدې کبله اړتیا ده چې له خپلو کشرانو سره مهربانه سلوک او چلند غوره کړي.

دا چې اووه کلنۍ ته ورسیږي، په ښوونځي او مدرسه کې ورته نوم لیکنه وکړو، د ښوونې او روزنې په ګاڼه یې سنبال کړو، اړتیاوې یې درک کړو او په ټوله کې یې د جهالت له ژوند لیرې وساتو، دا د یو ماشوم پر مور او پلار حق دی او باید درک یې کړي.
 
پای