کتاب لوست باید عام کړو

د کتاب منځپانګه ارزښت لرونکي وي، له همدې کبله لوستونکي اړ کېږي، چې د کتاب مخونه تر پایه وڅاري او بېلابېل موضوعات په ورین تندي ولولي. د کتاب په منځپانګه کې بېلابېل پرمهفومه موضوعات ځای پر ځای شوي وي، چې په لوست سره یې موږ او تاسې ته پوهه او پراخ لیدلوري را ډالۍ کوي. که موږ په ژوند کې هر څومره مادیات ولرو؛ نو دا مادیات اخر هم پای ته رسیږي؛ خو که فکر وکړو، د کتاب او یا لوست ګټې بیخي پای نه مومي.  کتاب زموږ یو ښه ملګری دی، موږ باید د کتاب یو ښه او تلپاتې ملګری جوړ شو. د کتاب هر توری، هره کلمه، هره جمله، د ملغلرو په څېر اهمیت او ګټه لري. کتاب زموږ فکر او ذهن په کار اچوي او زموږ د فکر او ذهني ودې او رشد کې ډېر ارزښتناک رول لوبوي. د کتاب لوستنه باید په یو داسې ځای کې وشي، چې هغه ځای ډېر آرام او هوسا وي، د شور ماشور او ځوګ څخه لیرې او واټن کې وي.

 کتاب لوستنه باید په یوازېتوب کې وشي، د کتاب هره جمله، هره کلمه او هر توری باید په ډېر غور سره ولوستل شي او له لوست یې باید هر اخیزه ګټه واخلو. د کتاب لوستنه زموږ ذهن ته بېلابېل ګټور، ارزښتناک او پراخ لیدلوري را دننه کوي، چې په واقعي توګه زموږ په ورځني ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي، هغه پراخې تبصرې او لیدلوري چې د کتاب په منځپانګه کې قرار لري، هڅه وکړئ چې له بېلابېلو زاویو ورته وګورئ او په ارزښت ورته قائل شئ همدا پراخ لیدلوري دي چې د انسانانو ژوند یې تغیر کړی، پرمختګ یې ورکړی، عصري، بریالی، هوسا او پرمختللي ژوند یې ور ډالۍ کړی او تر ټولو ښه دا چې د یو ښه نظر څښتن یې جوړ کړی دی. 

 همدا لیک او لوست دی، چې دې نړۍ کې د پراخو لیدلورو څښتنان ډېر کړي، هغوی چې پراخ لیدلوري لري، حقیقت دی، چې پراخ لوست هم کوي. دوی هغه ګټور کتابونه چې باید ویې لولي، په خپله کړنلاره کې ځای پر ځای کوي، هر سهار، هره غرمه، هر ماښام او هر وخت چې فرصت ومومي، کتاب لوست کوي، وخت خپل فرصت بولي او دا فرصت له لاسه نه ورکوي، موخه يې دا وي، څو خپل لیدلوری لا پراخ کړي او په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلي.  د لیک او لوست په برکت سره لوستوال کولای شي، په ښه او ایمانداره ډول د ټولنې ښه چوپړ ته را ودانګي او د ټولنې په نېکمرغۍ کې خپلې هڅې و نه سپموي. 
پای