له ژوندڅخه ګټه واخلئ!

دا مقاله د انسان داخلي قوې پر اساس د غوره ژوند کولو هنرونه  په ګوته کوي
په دې سياره نړۍ کې ډيری انسانان ژوند کوي، او دا کومه د حيرانتيا خبره هم نه ده، فکر کېږي چې د بشريت شمېر په ۲۰۱۱ کال کې له اوو ملياردو څخه زيات شوی دی، په دې معنی، چې اوه مليارده انسانان له بېلا بېلو کلتوري شاليد، بېلا بېلو مسلکونو، ژوند ليکونو، هيلو، خوبونو، بلکې د بېلا بېلو مسئوليتونو او امتيازاتو سره اوس په ځمکه کې ژوند کوي. سره له دې چې د هر چا د ژوند حالت توپير کوي خو لا تر اوسه خلک د خپل ژوند څخه ډيره ګټه پورته کوي.
 
ډير خلک شته چې له خپل ژوند څخه خوښ نه برېښي، خو دلته د هغه انسانانو خبره مطرح ده چې پرته له دې چې ژوند يې څنګه تېرېږي خو بيا هم د بيا درېدلو څخه دريغ نه کوي، ځينې ​​​​حتی د ژوند په اړه له ژور خپګان سره لاس او ګريوان دي، سره له دې چې دوی په ژوند کې د خوښۍ لپاره هر هغه څه لري چې ورته اړتيا يې وي.
 
زه د ډيرو پيسو درلودلو او يا د ډيرو مادياتو لکه موټرې، ماڼۍ او ګاڼې په اړه خبرې نه کوم؛  بلکې د خوشحاله ژوند لپاره د اساسي بنسټونو په اړه خبرې کوم لکه روغتيا، آزادي او روښانه فکر.
 
په پورته ډلبندۍ کې خلک څنګه په بشپړ ډول خوشحاله ژوند ته دوام ورکولی شي، سره له دې چې که دوی د نورو په پرتله خورا کمې خوشحالۍ هم ولري،يا  له يادو دريو اساسي بنسټونو څخه يو هم  ونه لري؟
 
 
د غوره ژوند کولو په اړه په لنډه توګه ويلی شو چې:
د ژوند په هر حالت کې چې اوسئ، ويې منئ او دا حالت د ژوند لپاره يو داسې بنسټ په توګه وکاروئ چې تاسو يې خوب وينئ. ډيری وخت په هغه چارو تېر کړئ چې تاسو ورسره ريښتنينې مينه لرئ، د هغه خلکو سره چې تاسو يې خوښوي.
 
د ژوند هرې شيبې ته ارزښت ورکړئ، د يوې قيمتي ډالۍ په توګه يې ستاينه وکړئ ځکه چې تاسو بايد په ياد ولرئ چې هيڅکله نه پوهېږئ چې څومره وخت مو پاتې دی. ويرې او اندېښنو ته ځای مه ورکوئ چې ستاسو پر ژوند واکمن شي ، بلکه د خطر منلو جرئت وکړئ. پرته له دې چې بيرونې شيان لکه شتمني يا مادياتو پورې ځان وتړئ، له هر هغه څه  راضي او خوشحال اوسئ چې په لاس کې يې لرئ.
 
نورو خلکو ته د ارزښت ورکولو په پار يو څه ورکړئ. نوښت وکړئ او وګورئ چې دا نوښت تاسو کوم ځای ته رسوي، هيڅکله د ژوند هغو هيلو لپاره چې تاسو يې لرئ د عذر ديوالونه  مه دروئ.
 

  • څنګه کولای شو له ژونده ډيره ګټه واخلو:
 
۱.  د سبا په تمه ژوند مه کوئ
د ژوند غوره کولو لپاره پورته جمله هغه جمله ده چې هرڅوک يې کاروي، خو ډيری بيا دې ته پام نه کوي، ځکه چې له دې سره هغه ويجاړونکی ژوند تړاو لري، چې بيا تر اوږدې مودې پورې هم نه راپورته کېږي.
 
خو که په ژوره توګه فکر وکړو ډير ژوراو پټ پيغامونه به را ته روښانه شي. ډير وخت د هغه شيانو په ترسره کولو مصرف کړئ چې تاسو ورسره ريښتينې مينه لرئ، د هغه خلکو سره پاتې شئ چې تاسو ته ارزښت لري، د ژوند هرې شېبې ته ارزښت ورکړئ او د راتلونکي په اړه يې اندېښنې مه کوئ. خپل خلاقيت او نوښت ته دوام ورکړئ، وګورئ چې دا تاسو کوم لوري ته بيايي او هغه څه ترسره کړئ چې تاسو ته خوشحالي بخښي.
 
له همدې امله، د سبا په نه تمه کېدلو  مشوره به هم ستاسو له نوي عهد سره دومره تړاو ونه لري، تر څو فکر وکړئ چې ژوند  به په يو څو ساعتونو کې له منځه لاړ شي، دا پدې مانا ده چې خپل ځان د انسانانو لخوا رامنځته شوي ټولو بدمرغيو څخه خلاص کړئ  تر څو پوه شئ چې ژوند په څه مانا دي، ټول هغه شيان چې تاسو ورته په رښتيا هم اړتيا نه لرئ لرې کړئ او په هغه څه تمرکز وکړئ چې رښتيا هم ستاسو ژوند در پوره کوي.
 
دا هغه څه دي چې وايي (سبا نشته او نن ژوند وکړئ) ، ځکه چې دا ډول ذهنيت ستاسو له ژونده د غير ضروري شيانو لرې کول اسانوي.
 
که تاسو ورته حالت تجربه کړی وي، دا به  ستاسو د ژوند تجربه لا پسې زياته کړي او له خپل ژوند څخه به مو ټول منفي تصورات له منځه لاړ شي. په ژوند کې به مو يواځې مهم شيان درپاتې شي لکه کورنۍ، ملګري، مينه او له همدې شېبو څخه خورا ګټه پورته کول.
 
نور ډير څه چې له ماضي يې زمونږ ذهن انحصار کړی او پر راتلونکي مو هم اثر لري لکه مادی شيان او تمايلات، پيسې، شهرت، قدرت او داسې نور محض يو خيال دی.
 
د سبا په تمه ژوند مه کوئ خو داسې پلان  ولرئ چې ګويا د تل لپاره ژوند کوئ.
 
۲. د خپل ژوند بدمرغۍ وپېژنئ او له منځه يې يوسئ
زمونږ په ژوند کې کومې بدمرغۍ وجود لري؟ په عموم کې، هر هغه څه چې ستاسو د ژوند د غوره کولو هدف سره مرسته نه کوي د بد مرغۍ په توګه ګڼل کيدی شي.
 
ښايي د هر چا لپاره په ژوند کې بېلا بېلې بد مرغۍ وجود ولرئ او دا هم کيدلی شي چې دا بدمرغي هغه څه وي چې ستاسو د شخصي ودې يا خوښۍ  مخنيوی کوي.
 
  • د هغو بدمرغيو پېژندنه چې ستاسو شاوخوا ګرځي  نو تاسو بايد څه وکړئ
هيڅکله به تاسو ته څوک ونه وايي چې ستاسو د ژوند ارزښتناکه اړخ  کوم دی او بدمرغي مو کومه ده. تاسو هم نشئ کولی په ژوند کې د هغو مبارزو لټه وکړئ چې څرګنده وي، ټولنيز مسئوليتونه هم ستاسو وخت نيسي او ښايي ځينې ټولنيز فعاليتونه چې ستاسو لپاره موثر نه وي بايد تر سره کړئ.
 
تل له ځانه پوښتنه کوئ چې هغه ټولنيز مسئوليتونو چې ټولنه يې ستاسو پر اوږو باروي ستاسو دښه ژوند کولو له هدف سره موافق دي که نه.
 
له بده مرغه، ډيری خلک په داسې حال کې خپلې بدمرغۍ درک کوي چې وخت ترې وړاندې تللی وي او بيا يې د بدلون لپاره هيڅ نه شي کولی. په زړه پورې خبره دا ده چې مونږ وروسته له پښېمانتيا بيا داسې افسوس کو چې:
 
  • کاش ما دومره وخت په کار نه وی لګولی
  • کاش زه له خپلو ملګرو او کورنۍ سره په تماس کې پاتې شوی وی
  • کاش ما د خپلو ماشومانو سره ډير وخت تير کړی وی
  • کاش چې د هر چا د خوشالولو هڅه مې نه وی کړی
  • کاش چې ما د هغه څه بيانولو جرئت درلودی چې زه يې احساسوم
  • کاش چې ما هغه کارونه ترسره کړي وی، چې زما لپاره ګټور و، نه هغه څه چې نورو يې غوښتنه کوله
 
د هغه بد مرغيو پېژندنه چې اوس مو د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ډېر وخت ته اړتيا لري. خو ددې بدمرغيو سره ژوند کول کومه ستونزمنه خبره نه ده، د دې پر ځای چې له امله يې ځان وکړاوو انتخاب مو خپل لاس کې دی!
 
لارښوونې :
له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ: "ايا کوم کارونه چې تر سره کوم زما لپاره کوم ارزښت لري يا دا زما د ژوند څخه د ګټې اخېستنې مخه نيسي؟ " داسې چارې تر سره کړئ چې وروسته پرې پېښمان  نه شئ!
 
۳.  توافق کول د ژوند څخه ډيرې ګټې اخېستنې زمينه برابروي
کله چې د خپل ژوند تجربو ته وګورئ، خپلې مور او پلار روزنه چې تاسو ته يې در کړې، خپل کلتوري شاليد، زده کړې او نورو ته نظر واچوئ، تاسو به پوه شئ چې د ژوند په دې چارو کې په انفرادي حالت کې قرار لرئ.
 
له بده مرغه، مونږ ډيرو فکتورونو انحصار کړي يو، مونږ فکر کوو چې که چېرې مونږ سوپر سټار، ميلياردر، مشهور شخصيت، ځواکمن شخص يا سياستوال ونه اوسو نو هيڅ شی هم نه يو.
 
له همدې امله، ډيری خپل ژوند د (يو څو غوره او مشهورو کسانو) سره پرتله کوي او دا د يو عذر په توګه مني چې دوی د ژوند  لوړ پوړيو ته رسيدلي او  مونږ سره د مقايسې وړ نه دي نو په دې صورت کې  خپل ژوند راته بې ارزښته ښکاري.
 
دا ډول خلک فکر کوي چې (لومړی زه بايد بډايه شم،نو بيا کولی شم چې هغه ژوند غوره کړم کوم چې زه په رښتيا غواړم!)خو کله چې دې حالت ته ونه رسېږي  نو بيا وايي چې زه تر  ټولو بدبخت انسان يم چې په بد حالت کې ژوند کوم.
 
همدرانګه نور بيا وايي چې زه خدای غريب پيدا کړی يم ، زما پر سر بلا مسئوليتونه پراته دي، زه بايد خپلې کورنۍ ساتلو ته پام وکړم، زه دا نه يم او دا نه يم او هيڅکله به هم نشم!
ځان مه پرتله کوئ، دا تاسو ته هيڅ شی په لاس نه شي در کولی! موږ ټول ځانونه په بېلا بېلو حالاتو کې وينو چې ټول د بېلا بېلو مسئوليتونو درلودونکي يو کوم چې د نورو سره پرتله کول خورا ستونزمن دي.
 
له همدې امله ، موږ ټول بايد د خپل شخصي حالت څخه غوره ګټه پورته کړو، خو په خپله انفرادي لار باندې. د دې پرځای چې خپل ژوند له نورو سره پرتله کړو مهمه ده چې د حالاتو سره توافق وکړو او ويې منو.
 
دا چې تاسو خپل ژوند له هغه چا سره پرتله کوئ چې ډېر پر مختللي دي او په درېمه نړۍ کې ژوند کوي ،د خپل ژوند لپاره  د ناسمو او ځورونکو بدمرغيو لار پرانېزئ.
 
د غوره حالت ترلاسه کولو لپاره لارښوونې:
هغه حالت ومنئ چې تاسو په کې قرار لرئ. د ماضي هغه پېښې چې تاسو يې تر دې دمه راسولي يې په ياد ولرئ.
 
همدرانګه په ياد ولرئ چې تاسو په يو ځانګړي حالت کې قرار لرئ، ددې لپاره چې ستاسو د ژوند حالت لا غوره شي يو څه انفرادي چلندونو ته اړتيا لرئ.
 
خپل ژوند د تلويزيون د سريال په څېر مه تعبيروئ، بلکې په خپل ژوند کې په ښو او په زړه پورې شيانو تمرکز وکړئ.
 
۴. عذر مه کوئ
عذر ستاسو د هغه ژوند کولو مخه نيسي چې تل يې په لټه کې استئ او دا يو روښانه حقيقت دی. هغه عذرونه وپېژنئ چې ستاسو  او ستاسو د ژوند تر منځ  ولاړ وي، مسئوليت په غاړه واخلئ او د هغه عذرونومخه هم ونيسئ چې په راتلونکي کې تاسو ته پېښېږي.
 
۵. د ناکامۍ څخه مه ويرېږئ او ډيرې انديښنې هم مه کوئ
له دې مه ويرېږئ چې د ناکاميو په پېژندلو کې مو څومره ځنډ کړی او پېژندلی مو دی، داسې و اننګيرئ چې يو ناګزيره  ننګونه مو د ژوند يوه برخه جوړ شوي چې له تير څخه تر اوسه لا هم وجود لري.
 
ناکامي دردناکه وي او هرڅوک که وغواړي يا ونه غواړي ورسره لاس او ګريوان وي، خو په پای کې دا يواځې يوه تجربه  پاتېږي چې تاسو سره په راتلونکي کې د ښه ژوند کولو مرسته کوي.
 
ډيری لويې ناکامۍ زمونږ سترګې پرانېزي او نوي امکاناتو ته لار خلاصوي، تاسو ته دا جرئت درکوي چې يوه نوي لار باندې پېل وکړئ.
 
د ناکامۍ څخه  مخنيوي يواځينۍ ممکنه لار هغه ده چې بيا تکرار نه شي او د پرتله کولو وړ وي - لږترلږه د خپل ځان سره  او د ژوند کولو لپاره.
 
له همدې امله، دا خورا مهمه ده چې د ناکامۍ په اړه اندېښنې ودروئ، ځکه چې تر ټولو لويه ناکامي همدا اندېښنه ده،  دا ستاسو راتلونکي هڅې ټکنۍ کوي او ستاسو د ښه ژوند کولو مخه نيسي.
 
د ناکامۍ له وېرې پرته څنګه ښه ژوند غوره کړو:
ويره د ژوند يو لويه برخه ده، چې خلک د بشپړ ژوند کولو څخه ساتي. مهمه نه ده که دا د ناکامۍ ويره وي، يا ستاسو د مينې  مايوسۍ ويره.
 
په پای کې تاسو بايد له ځانه وپوښتئ چې غواړئ ډار ته اجازه ورکړئ چې ستاسو د هغو شيانو د ترسره کولو مخه ونيسي چې تاسو يې په رښتيا غواړئ او پښېماني اختياروئ،خو پښېماني د ډار په پرتله خورا دردناک ثابتېدلی شي.
 
۶. د ژوند هره شېبې ته ارزښت ورکړئ، د هغې ښکلا ته پام وکړئ
تير او راتلونکی يواځې زموږ په فکرونو کې شتون لري. په ادراک کې مو نشته (هيڅ وخت او هيڅکله هم نه)، پدې معنی چې ستاسو په ژوند کې يواځينی د پام وړ او اغيزمن اړخ همدا اوسنۍ شېبه ده.
 
له همدې امله ده، چې هرې شېبې ته ارزښت ورکړل شي او له هغې څخه ډيره ګټه پورته شي،  د دې لپاره اساسي خبره دا ده چې ددې ځای چې د ژوند په لاره د "خوبونو ټالۍ ووهئ" په همدې شېبه کې ژوند وکړئ.
 
ناسم فکرونه، پر تلويزيون، انټرنيټ او نورو وخت تېرول به تاسو د ژوند له ښکلا او هوښيارۍ څخه منع کړي.
په اوسمهال کې ژوند کول او له هغې څخه ګټه پورته کول ستاسو لپاره د ژوند اړتيا او لازمي برخه ده. دا د ځان خوشحالو لپاره ډېره اړينه ده، ځکه چې خوښي داسې کوم شی نه دی چې تاسو يې په اړه فکر وکړئ ؛بلکې تاسو بايد دا احساس کړئ.
 
خوښي د هغه خوشحاليو لاملونو له کبله چې په تېر کې مو لرله بې اغېزې کېږي او هغه خوشحالي هم متاثر کوي چې تاسو يې په راتلونکي بايد ولرئ. يواځينۍ خوښي چې تاسو يې په رښتيا هم تجربه کولی شئ هغه خوښي ده چې تاسو په همدې شېبه کې احساسوئ. دا په شتمنيو يا مادياتو پورې اړه نلري، مګر ستاسو په وړتيا پورې اړه لري چې د هغه شيانو لپاره خوښ اوسئ چې تاسو يې لرئ.
 
له ژوند څخه ښه ګټه پورته کړئ:
په کومه شېبه کې چې ژوند کوئ، پر هغې راضي اوسئ ، هيڅ معلوم نه دی چې څه به پېښېږي ، څه پېښ شوي يا څه کېدونکي دي.
 
په اوسمهال کې ژوند کول پدې معنی دی چې ماضي که هر څه وو ويې منئ، او د اوسمهال لپاره يې د يوې تجربې په ډول استفاده کړئ.
 
۷. خپلې راتلونکي خاطرې ياداښت کړئ
خلک ډيری وخت خپلې ماضي خاطرې ليکي او ياداښت کوي يې په ځانګړي توګه هغه چې دوي په خپله تجربه کړي وي.
 
تاسو بر عکس خپلې راتلونکي خاطرې وليکئ – له هغه زاويې څخه ورته وګورئ چې تاسو به څنګه وکولی شئ له خپل ژوند څخه ډيره ګټه پورته کړئ! دا تاسو سره مرسته کوي چې تاسو په ژوند کې د غوره مفکورو په حقيقت پوه شئ.
 
 دا تاسو ته دا فرصت هم درکوي چېد ژوند لپاره داسې يوه ستراتيژي جوړه کړئ چې تاسو يې په تطبيقولو توانيدلی شئ.
خپلې راتلونکې خاطرې ياداښت کړئ او ژوند يو څه ماضي خواته يوسئ.
 
۸. خپل ځان وپېژنئ
پوه شئ چې تاسو څوک ياست او ځان راحت کړئ. هغه څه وپلټئ چې ستاسو زړه يې غواړي او له خپل ځان سره اړيکه جوړه کړئ. نور ممکن په تاسو باور ونلري يا پر تاسو باور ونه کړي، مګر ټول هغه څه چې تاسو ورته اړتيا لرئ په خپل ځان باور دی.
 
که تاسو په خپل ځان باور لرئ، نو  هيڅوک به ستاسو مخه ونه نيسي. خو که په خپل ځان باور ونه کړئ ، هيڅوک به پر تاسو باور ونه کړي، تر هغه چې تاسو په ريښتني خپل ځان او خپله وړتيا و پېژنئ.
 
خپله ريښتينې څېره څرګنده کړئ او هغه څوک اوسئ چې استئ ، نه هغه څوک چې نور مو څنګه غواړي! خپل شخصيت څرګند کړئ خپل ارزښتونه وپېژنئ او په خپله بشپړتيا ودريدل زده کړئ. له خپل ځان سره معامله وکړئ او هڅه وکړئ چې په رښتيا هم پوه شئ چې تاسو په ژوند کې څه ارزښت لرئ او هغه څه چې تاسو يې ستاينه کوئ څه ارزښت لري.
 
د شخصيت ځانګړتياوو، ارزښتونو يا هغو اهدافو چاڼول چې په واقعيت کې ستاسو نه دي مګر د ټولنې لخوا پر تاسو تحميل شوي جرئت ولرئ.
 
۹. خطر واخلئ او د ژوند حدود پراخ کړئ
کومې کړنې چې تر سره کوئ ورته پايلې به يې مومې،(څه چې کرې هغه به رېبې)
البرټ آينسټين
 
په بشپړ ډول ژوند کول او له دې څخه ډيره ګټه پورته کول دا معنی لري چې تاسو بايد هر وخت د خطر منلو جرئت ولرئ. په اسانتياو کې راحت بې له شکه وي، خو دا پدې معنی ده چې ستاسو په ژوند کې کوم پرمختګ شتون نلري.
 
 په هغه چارو کې چې تاسو پخوا نه دي تر سره کړي د غوره ژوند موندل کوم ستونزمن کار نه د ی. د خپل عادي ورځني چارو څخه فرصت واخلئ او وخت په وخت يو څه نوي تر سره کړئ
 
ډيری خلک د خپل فکر سپړنه کوي، د کار لپاره نوې لار غوره کوي، کله د خوړو عادت بدلوي، د يوې په زړه پورې موضوع  په اړه څېړنې کوي، چې دا ټول د ژوند د حدودو پراخوالی دی.
 
سالم خطر واخلئ او خپل محدوديتونه و ازموئ! بيا پراختيا ورکړئ.
 
۱۰. داسې څه وکړه چې پايله در کړي.
څنګه د نورو سره مرسته کولی شي ترڅو ستاسو ژوند ته ګټه ورسوي؟  د نورو سره مرسته کول تاسو بډايه  کولی نه شي، بلکې يو ځواک در کولی شي، خود دې تر سره کولو منطق څه دی؟ که يو څوک د ځان لپاره څه نه شي کولی او يا نه غواړئ چې د يو څه په ورکړه څه تر لاسه کړئ دا يو ډول تناقض دی چې تاسو نه شئ کولی د خپل ژوند ډيره برخه ترلاسه کړئ.
 
 په زړه کې به مو تل د شتمنۍ، عيش او عشرت او نورو د پام وړ شيانو تشه پاتې وي، خو نورو ته به مو د خپل کار له امله د مننې او مسکا په ورکولو د ژوند چارې اسانه کړي وي. د نورو خلکو انديښنو په اړه فکر وکړئ. هغوی ته غوږ شئ، ارزښت ورکړئ او په رضا کاره توګه د هغوي د خوښئ سبب جوړ شئ. د نورو سره ښه چلند کولو بېلا بېلې لارې شتون لري چې خلکو ته يې ډېره ګټه رسېږي.
 
تاسو بايد دومره فعاله اوسئ چې د يو چا د کړاوونو حل لاره پيدا کړی شئ نو تاسو به نه يواځې د هغه شخص په توګه ياد شئ چې غوره ژوند مو درلود، بلکې د هغه چا په نوم به هم يادېږئ چې نورو ته يې د دې توان ورکړی چې د خپل ژوند څخه غوره ګټه پورته کړي!
ــــــــــــــــــــــ
 له ژوند څخه ګټه واخلئ!
ليکوال : ستيو ميولر
ژباړه: مير عالم شينواری