ماليې وزارت: د جمهوريت پر مهال افغانستان يو مېليارد او څلور سوه مېليونه ډالر پوروړی دی 

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي، چې د تېر حکومت څخه يو مېليارد او څلور سوه مېليونه امريکايي ډالر پور ورپاتې دی. دغه پيسې افغانستان له ځينو هېوادونو او نړيوال سازمانانو پور کړې وې.

د ماليې وزارت د خزانو عمومي رئيس نصرت الله محمود يوې خبري ناسته کې ويلي  دي، چې له دغه يو مېليارد او څلور سوه مېليونه ډالرو پور يې، شپږ مېليونه او يو لک پور لنډ کړی دی. 

د نوموړي په وينا تېر حکومت دغه پيسې د اوږد مهال پور په ډول اخېستې وې چې موده يې دېرش، څلوېښت او پنځوس کاله ده او اوسنی حکومت اړ نه دی چې ډېر ژر او لنډه موده کې يې بېرته پرې کړي. 

دغه ناسته کې د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رئيس ويلي دي، چې د يو کال په موده کې د کابل، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو ګمرکونو کې لسګونه کسان د مالي فساد په جرم نېولي چې محکمه به شي.