خپل وخت څنګه مدیریت کړو؟

آیا ستا په اند ناشونی برېښي، چې څنګه خپل وخت مدیریت کړئ؟ د ډېری کسانو لپاره د وخت مدیریت کولای شي یو ستونزمن او اندېښنه را منځته کوونکي کار وي، خو د دې لیکنې له لوستلو وروسته، ترسره کول به یې ستاسو لپاره ډېر آسانه او ساده شي. د وخت مدیریت د هر بریالي کاروبار یوه مهمه برخه ګڼل کېږي او همدا راز کولای شي، له تاسو سره د شخصي او مسلکي ژوند ترمنځ د توازن په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. 
 
د وخت د ثبتولو لپاره ډېرې زیاتې ښېګڼې شتون لري، آیا د خپل وخت د څارلو او مدیریت کولو لپاره چمتو یاست؟ د دې لیکنې په دوام په هغو پنځو لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي، چې له تاسو سره د کار او ژوند ترمنځ د توازن په رامنځته کولو کې مرسته کوي. 
 
۱ ـــ له خپلو مهمو موخو سره همغږي شئ 
دا تخنیک له تاسو سره په خپله دنده باندې له تمرکز کولو څخه ډېره زیاته مرسته کوي، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، چې خپلو موخو ته له خپل لیدلوري څخه وګورئ، د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ، چې په لېست کې درسره شتون لري. 
 
کومې دندې د ترسره کولو لپاره مشخص وخت لري یا ښایي په چټکه توګه ترسره شي؟ کومه برخه کولای شي، چې دوې یا درې ورځې صبر وکړي؟ آیا په دې باندې پوهېدل، چې د دې هرې یوې پروژې ترسره کول څومره وخت غواړي، له تاسو سره به مرسته ونه کړي؟ 
 
د وخت د څارلو له وسیلو څخه په ګټه اخیستنې، کولای شئ ووینئ، چې د یوې پروژې د ترسره کولو لپاره څومره وخت په پام کې ونیسئ، کله چې د یوې دندې د ترسره کولو لپاره له ځان سره د مصرف شوي وخت یو روڼ انځور لرئ، نو په غوره توګه کولای شئ، چې وخت او ترسره کول یې مدیریت کړئ. د وخت څارل له تاسو سره مرسته کوي، چې مهمې پروژې په لږ او وړ وخت کې ترسره کړئ. 
 
۲ ـــ په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د هرې پروژې لپاره څومره وخت لګوئ
د وخت د څارلو له وسیلو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ ووینئ، چې په لېست کې د هرې برخې لپاره څومره وخت مصرفوئ، کله چې د پروژو څارل پیلوئ، نو کولای شئ ووینئ، چې د هرې پروژې ترسره کول څومره وخت نیسي. د دې کار پایله دوه موارد دي: 
لومړی: کله چې پوهېږئ یوه پروژه به په څومره وخت کې ترسره شي، نو وبه کولای شئ، چې د خپلو کارونو لېست لومړیتوب بندي کړئ، تل سترې پروژې د ورځې په پیل کې ترسره کړئ، په دې صورت کې د وخت له کمښت سره نه مخ کېږئ، د کار او ژوند ترمنځ توازن رامنځته کولو ته رسېدل، له دفتر څخه پر وخت وتلو سره پیلېږي.
 
دویم: د بېلابېلو دندو لپاره د مصرف شوي وخت په څارلو سره به وکولای شئ ووینئ، چې څنګه خپل وخت مصرف کړئ، دغه راز تاسو کولای شئ ووینئ، چې څنګه خپل وخت بېځایه مصرفوئ. 
 
د وخت څارل مرسته کوي، ترڅو هغه څه ووینئ، چې واقعاً د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کوئ. که د کومې پروژې ترسره کول ۲۰ دقیقې وخت ته اړتیا لري او تاسو یې په یوه ساعت کې ترسره کوئ، نو هرومرو د دې کار په کوم ځای کې تېروتنه شته. 
 
۳ ـــ  نا اړین کارونه یا هغه کارونه، چې ډېر وخت مصرفوي، پیدا کړئ 
د وخت څارل تاسو ته د دې شونتیا درکوي، ترڅو په ډېرې آسانۍ سره هغه دندې وپېژنئ، چې وخت ډېر مصرفوي، پایلې یې کولای شي، ټکان ورکوونکې وي. 
 
موږ ټول هره ورځ داسې کارونه ترسره کوو، چې زموږ د کاري دندې مهمه برخه نه دي. که هره ورځ ساعتونه د هغو کارونو په ترسره کولو باندې لګوئ، چې ستاسو د مهمو کارونو برخه نه دي، نو هغه د خپلو کارونو له لېست څخه بهر کړئ. 
 
دا مشخص کړئ، چې کوم کارونه اړین او کوم نا اړین دي، نو له دې امله کولای شئ، چې څنګه هرې موضوع ته رسیده ګي وکړئ، له یوه همکار څخه مو مرسته وغواړئ یا وګورئ، چې ځینې دندې کولای شي، چې په اتومات ډول ترسره شي. تصمیم ونیسئ، چې ځینې دندې د دې ارزښت لري، چې په لومړي پړاو کې ترسره شي یا نه؟ 
 
وخت مو د هغو دندو د ترسره کولو لپاره، چې مهمې نه دي یا تاسو ته له مسلکي پلوه وده نه درکوي، بېځایه مه مصرفوئ، د وخت د پروګرام واګي له لاسه وتل به ستاسو لپاره له ځانه سره بدې پایلې ولري. د وخت په څارلو سره، چې ډېر آسانه کار دی، کولای شئ خپل ورځنی کار په ښه او اغېزناکه توګه ترسره کړئ. 
 
۴ ـــ په هغې دندې باندې تمرکز وکړئ، کومه چې ترلاس لاندې یې لرئ
په یوه ځانګړي کار یا پروژه کې د وخت څارل کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، چې خپل تمرکز وساتئ. د بېلګې په توګه، تاسو یوه پروژه لرئ، چې شاوخوا یو ساعت وخت نیسي. 
 
له مصرف شوي وخت څخه د یوه راپور په ساتلو سره کولای شئ، بېرته شاته وګرځئ او وګورئ، چې واقعاً څومره وخت یې ونیوه، که یوازې ۳۰ دقیقې وخت یې نیولی وي، په پروګرام کې مو خپل وخت آزاد کړ، نو له دې امله کولای شئ یا په یوې بلې پروژې باندې کار وکړئ او یا هم استراحت وکړئ. 
 
دغه راز تاسو کولای شئ، له دې وسیلې څخه په واقعي وخت کې د خپل ځان د ښه مدیریت لپاره ګټه واخلئ. که د یوې پروژې ۴۵ دقیقې تېرې شوې دي او دا پروژه یوه ساعت وخت ته اړتیا لري، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې کارونه په چټکه توګه پرمخ یوسئ، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږئ. که په پای کې له خپل ټاکلي یوه ساعت څخه زیات وخت مصرف کړئ، نو باید پوه شئ، چې نور کارونه باید په چټکه توګه ترسره کړئ. 
 
۵ ـــ د معاش د ډېرښت، د رخصتۍ د اخیستلو او یا د کارمندانو د ګمارلو لپاره ډېر کار وکړئ
ډېری کارمندان د هوساینې احساس نه کوي، چې له خپل رییس څخه وغواړي، ترڅو یوه ورځ رخصتي ورکړي، د معاش د ډېرښت وړاندیز خو ډېره لیرې خبره ده، خو که چېرې خپل کار ته ژمن او په هغه کې غوره یاست، رییس مو هرڅه یې چې په توان پوره وي باید ترسره یې کړي، ترڅو ډاډه شي، چې تاسو خوشاله یاست. 
 
کله چې خپل رییس ته د معاش د دېرښت یا رخصتۍ لپاره نږدې کېږئ، نو چمتو اوسئ، چې د خپلې مسلکي بریاوو یو لېست وړاندې کړئ، د خپلې بریا بیانول کولای شي، د معاش د ډېرښت یا د خپلې اړتیا وړ رخصتۍ په اخیستلو کې له تاسو سره مرسته وکړي. 
 
د وختیز پروګرام په ساتلو سره کولای شئ ووینئ، چې د پروژو په ترسره کولو باندې مو څومره وخت مصرف کړی دی، چې د شرکت له ودې سره یې مرسته کړې ده. 
 
که ستاسو ټیم له بریده زیات کار کوي یا د کاري ځواک له کمښت سره مخ یاست، نو پروژې به په ډېرې سختۍ سره ترسره شي. که خپل وخت مو څارلی وي، کولای شي یوه ښه دوسیه رامنځته کړئ، چې څرګندوي، کوم ټیم ډېرې مرستې ته اړتیا لري.