پر بله سیاره انسان ولې نه شو اباد؟ 

راځئ چې لومړی د نورو سیارو اړه ځان پوه کړو 
۱-  پلټو: دا ډیره وړه سیاره ده، سو خو دغه وزن نه شي پورته کولای ، بل هلته د تودوخه منفي (۲۳۸) سنتي ګریده ده، هلته دومره شدید یخ دی چې ژوند کول امکان نه لري.

۲- نپتون: دغه هم ډیره سړه سیاره ده، تودوخه منفي (۲۱۸) سینټی ګریده ده، ددغه کُرې ډیره برخه هایدروجن، هیلیم  او میتان زهري ګازو نیوله ده، نو ځکه د اوسېدو نه ده.

۳-  اورانوس: دا د یخ کارخانه ده، دلته هم د تودوخي درجه منفي (۲۱۴) سنیټی ګریډه ده، په هوا کې یې هایدروجن، هیلیم  او میتان ګاز په کثرت سره موجود دي، دا هم د ژوند وړ نه ده.

۴- زحل: دویمه لويه سیاره ده؛ جالبه دا ده چې دا ټوله پر ګازو مشتمله ده. ۷۵  سلنه هایدروجن او ۲۵  سلنه هیلیم دي. د تودوخه درجه (۱۷۸) سانتي ګریډ ده، يانې د ژوند کولو نه ده. 

۵- مشتري: تر ټولو لویه سیاره ده، دا د ځمکې په پرتله (۳۱۸) واره غټه ده او دا ټوله سياره ګاز لري. سخت توفانونه لري، په مجموعه کې د ژوند کولو نه ده. 

۶- مریخ: پر سطحه یې ځای پر ځای ډبرې ښکاري، تېز بادونه او واوریز توفانونه لري، چې د ژوند کولو امکان په کې نشته. 

۷-  زهره: د تودوخه درجه یې (۴۵۰) سانتي ګریډه ده، چې اوسپینه ویلي کولای شي. په زیات اندازه زهرجن ګاز لري، يانې د انسان لپاره تیار جهنم دی.

۸- عطارد: یوه وړه سیاره ده، چې د لمر د زبردست کشش باعث شوې ده. پر خپل مدار دومره ارام حرکت کوي، چې یوه خوا شدیده ګرمه او بله خوا یې شدیده سړه وي، نو ځکه یې نه له تودوخی سره کیږی، نه له یخ سره.  هلته د ګرمۍ او یخ توپیر یې نژدې ۱۰۰۰سانتی ګریډه دی. 

د الله ﷻلویه مهربانی ده، چې موږ او تاسو یې پر ځمکه آباد کړی یو.