نړۍ کې د غله جاتو بحران او د خوراکي توکو د بيو لوړيدل

  غربي نړۍ د يو داسې موخې لرونکي کمپاين د پلي کولو په هڅه کې دي چې ګواکې د خوراکي توکو د بيو لوړوالي او د نړۍ بازارونو ته د غله جاتو د صادراتو د کم والي وجه د  اوکراین او  روسیې د  جګړي له امله دي.

  پداسې حال کې چې روسیه، قزقستان بلاروس او ځيني آسيايي هيوادونه د کرنيزو محصولاتو، کيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونو په برخه کې د نړۍ د هيوادونو په کتار کې د جدول په سر کي ځاي لري. په ورته وخت کې د روسيې پر صادراتو بنديزونه لګول شوي په يادو بنديزونو کې د روسيې کرنيز محصولات او غذايي توکي هم شامل دي، چې نورو هيوادونو ته د کرنيزو محصولاتو صادرات له روسيې څخه محدودي.

  په عين وخت کې هندوستان، قزاقستان، ترکمنستان او چين هم دخپل د خوراکي توکو د راتلونکي د خونديتوب لپاره د کرنيزو محصولاتو پر صادراتو محدوديتونه وضع کړي. چې په پايله کې به په منځني ختيځ کې د پرمختګ په حال کې هيوادونه به د کرنيزو محصولاتو له کمښت سره مخ شي او هم مهاله به د خوراکي توکو  نرخونه اغيزمن کړي په پايله کې به بیوزله هيوادونه د خوراکي توکو له بحران سره مخ شي دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا دمخه له شديدي قحطي، وچکالي او اقتصادي رکود سره مخ دي‌. په ورته وخت کي لويديځ وال هڅه کوي چې ملامتي په اسيايي هيوادونو او روسیې واچوي او حالات خپل په ګټه  تمام کړي ترڅو په سيمه کې د نورو هيوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او د روسیې په شمول د آسيا يي هيوادونو ابتکاراتو مخه ونيسي بل پلوه بلاروس او  روسیه د خوراکي توکو د بحران عامل په توګه تورن کړي. 

که چيرې د نړي د غله جاتو توليدونکو  هيوادونو ته وګورئ د اوکراین هيواد د کرنيزو محصولاتو کچه دومره ندي چې د نړيوالو خوراکي توکو بازار اغيزمن کړي.

  ددي خبرې د اثبات لپاره راځي د خوراک او کرنې نړيوال سازمان FAOSTAT جدول وګورو د ياد سازمان په جودل کي له روسيې څخه وروسته د غله جاتو په توليد کې په ترتیب سره امریکا، فرانسه، کانادا، المان، استرا ليا، انګلستان، پولينډ، رومانیا، اسپانيا او ډنمارک يو پر بل پسې ځای لري. چې اکثريت يې غربي هيوادونه او د اروپايي اتحادیې غړي دي چې وروسته له روسیې څخه د کرنې نړيوال سازمان د غله جاتو د تولید جدول په سر کې ځای لري. غرب ددي پرځاي چي د نفتو او ګازو په څېر غله جات ذخيره کړي او خپل د اوږو  بار په نور واچوي بايد مسوليت ومني او لاس په کار شي نړۍ له دې بحران څخه وژغوري په ځانګړې توګه له بېوزلو هيوادونو سره دي  جدي مرستې وکړي. د بل لوري د ځيني غربي سیاست والو تصميمونه هم د دي لامل شوي چې په نړۍ کې د خوراکي توکو بيې لوړې شي. 

دبیلګې په توګه د زرغون بهیر پريکړه چې زراعتي ځمکې يې شاړې کړې  ځنګلونو او ياغي نباتاتو ته يې اختصاص ورکړي همدارنګه د څارويو تعداد يې لږ کړ ترڅو څړ ځايونو کې ياغي نباتات شنه پاتې شي. عفت وژونکې درمل يي منع کړل ترڅو حشرات او ځيني نباتي مرضونه د غله جاتو فصلونه لمنځه يوسي. بل لورته يي د روسيې او بلاروس په با کيفيته کيمياوي سره، د کرني عصري وسايل، غله جاتو  اصلاح شوي تخمونه  او مستقيم ترانسپورت باندې بنديزونه ولګول دا مسله په خپله د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي بحران سبب کيږي چې تر ټولو زيات خطر يې بیوزلو هیوادونو ته متوجه دي په تيره بیا افغانستان چې اوس محال د سختې قحطي له ګواښ سره مخ ده.

  د ياد بحران په اړه د چين په شمول ډيرو نورو هيوادونو او د ملل متحد عمومي منشي ګوتريش د غرب  له خوا پر روسيې د بندیزونو پاليسي په نړۍ کې د ويجاړوونکي اقتصادي پايلې زيږدونکي وبلله په ځانګړې توګه يي د خوراکي توکو د راتلونکي بحران په اړه يې څرګندونې وکړې او خبرداری یې ورکړ‌. 

  په هر حال هیره دې نه وي چې اوس محال افغانستان په هر اړخيزه توګه له شديد بحران سره مخامخ دی چې له هغې جملې څخه خوراکي توکي په لومړيتوب کې قرار لري‌. زموږ مشران بايد د روان بحران د منفي پايلو د مخنيوي او ګواښونو د کموالي لپاره د روسيې، بلاروس او قزاقستان هيواد سره د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې خپل اړيکې غښتلې او پياوړې کړې ترڅو په راتلونکي کې هيواد وال ددې بحران له امله اغيزمن نشي.