شمالي کوريا پرې وېروي؛ سويلي کوريا او امريکا ګډ پوځي عمليات پيل کړي 

په دې پار چې شمالي کوريا ته پرې خپل زور وښيي، سويلي کوريا او امريکا په ګډه پوځي عمليات پيل کړي دي. دغه عملياتو کې الوتکې، جنګي بېړۍ، ټانکونه او لسګونه زره سرتېري نندارې ته وړاندې کېږي. 

دغه پوځي عمليات به درې اوونۍ دوام وکړي چې د شمالي او سويلي کوريا د پولو په اوږدو کې تر سره کېږي. چارواکو ويلي دي، چې ددغه عملياتو موخه د شمالي کوريا د راتلونکو پوځي اقداماتو مخنېوی دی. 

د سويلي کوریا او امریکا مقامات وايي چې شمالي کوریا په هر وخت کې کولای شي چې بیا د اتومي وسلو ازموینه وکړي- ممکن دا اقدام د کوریا په ټاپوزمه کې ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

سويلي کوريا د شمالي کوريا په څېر اټومي وسله نه لري، خو د خپلې دفاع او پوځي ځواک پياوړتيا په پار تر ډېره پر امريکا تکيه کوي.