غازي امان الله خان 

ليکنه:
برخه: سياسي  
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/90687
ليکوال:
ـــــــــــــــــــــ
په ۱۲۹۸ هـ ش د اسد په ۲۸مه د وخت امپراتوري (انګليس) د غازي امان له خوا د افغانستان د آزادۍ په مقابل کې په ګونډو شوه.

دغه د وخت ظالمې واکمنۍ غوښتل چې خپل امپرياليستي اهدافو ته په ټوله نړۍ کې ورسيږي، ددې موخې لپاره يې د نړۍ يوه برخه تر تسلط لاندې نيولې وه، د کومې پښه چې تر افغانستان پورې غځېدلې وه، دوى تر پخوا په لوى هندوستان کې هم يوه مستعمره جوړه کې وه او افغانستان ته يې وخت نا وخت خنډونه جوړول، تردې چې د دوست محمد خان د واکمنۍ څخه تر د امير حبيب الله خان تر واکمنۍ پورې دوى افغانستان يو ډول زندۍ کړى وو، کوم چې هيڅ طرف ته يې مخه نشوه اړولى او ددې شريرې امپراتورۍ په منځ کې پاتې وو.

مګر د امير حبيب الله خان د واکمنۍ څخه وروسته غازي امان الله خان چې د ملتپالنې غوټۍ يې د مشروطه غوښتونکي غورځنګ د روڼ آندو په احساساتو خړوبې شوې وې، د انګليس په مقابل کې درې ګونې جبهې ونيولې او د زور له لارې يې انګليس پدې قانع کړ چې نور دې افغانان خپل سر ته پريږدي.

غازي امان الله خان په  ۱۲۹۸هـ ش کال د اسد په ۲۸مه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه، او د انګليس امپرياليستي خوبونه يې د تل لپاره په افغانستان کې دفن کړل.
روح دې ښاد وي