که تاسو يوازې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکی بدلون راشي

مونږ هره ورځ تقریباً ۹ کاشوغې بوره استعمالوو، که له دې څخه زیاته استعمال شي په جسم باندې منفي اغیزې کوي، خو که دا کچه کمه کړو یا یې بیخي استعمال نه کړو نو زمونږ په جسم کې به ډېرې مثبتې اغیزې وکړې.

 د Obesty نوم ژورنال کې خپرې شوې یوې څیړنیزې لیکنې کې ویل شوي دي که د بورې کچه بیخي ختمه کړی شي نو په نهه ورځو کې به ستاسو جسم کې حیرانوونکي اغېزې رامنځته شي.

په ۴۳ چاغو ماشومانو چې عمرونه یې ۹-۱۸ ترمنځ وو، دوی ته د بورې په ځای نشایسته (Starch) ورکړل شوه، چې د کالوري کچه یې د همغې بورې په کچه وه، نو یواځې نهه ورځې وروسته د ماشومانو د وینې فشار ۴.۳ سلنه کم شوی و، د کولیسټرول کچه یې ۱۲.۵ سلنه کمه شوې وه، همدا ډول په خالي ګیډه یې د انسولینو کچه ۵۳ سلنه کمه وه، څیړونکي ډاکټر رابرټ لسټنګ ویلي دي چې د ماشومانو په جسمونو کې ډېرې مثبت بدلونونه رامنځته شوي وو، که مور او پلار د خپلو ماشومانو د خوراک څخه بوره وباسي نو د دوی صحت ډېر ښه کیدلی شي.

د دوی په وینا بوره زمونږ د جسم لپاره همداسې خطرناکه ده لکه تماکو یا کوکی ... ځکه چې د بورې نه منځته ته راغلي کالوري (انرژي) که ذخیره شي...نو د زړه، ځیګر او پښتورګو ناروغۍ پیدا کوي.

دا ناروغۍ د انرژي څخه نه بلکې د ذخیره کیدو او په چربۍ (شحمو) بدلیدو له کبله منځته راځي.

نوټ: په عمومي توګه ټول او په ځانګړي توګه څوک چې ښارونو کې اوسیږي، فزیکي فعالیت ډېر نه کوي، وزن یې زیات وي، هغوې باید په جدي توګه په دې عمل وکړي.