خوښي راوړونکي عادتونه

١ـــ له الله (ج) سره خبرې وکړﺉ.
٢ـــ په یوه چاپېریال کې ډېر زیات او د اوږدې مودې لپاره مه پاتې کېږﺉ.
٣ـــ خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوﺉ.
۴ـــ تل د زده کړې په حال کې واوسئ. 
۵ـــ له طبیعت سره په اړیکه کې واوسئ
۶ـــ خپل ځان او نور وبښئ.  
٧ـــ له خپل ځان سره یوازې شئ.
٨ــ د نورو لپاره ښه کار ترسره کړﺉ. 
٩ـــ د مُسکا ځواک جدي ونیسئ 
١٠ـــ حیواناتو ته خواړه ورکړﺉ.
١١ـــ که په کور کې کوچنی ماشوم لرﺉ، نو له هغه سره وخت تېر کړﺉ.
١٢ـــ له شنو بوټو او ګیاوو سره خبرې وکړﺉ.
١٣ـــ د نورو په حق کې د خیر او ښېګڼې دعا وکړﺉ.
١۴ـــ اړخیز کارونه ترسره کړﺉ، لکه نقاشي، پخلی او عکاسي.
١۵ـــ کله وخت یوازې سفر وکړﺉ.
١٦ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ ونیسئ.
١٧ـــ منظم واوسئ.
١٨ـــ له مثبت فکر او لوړ خوځښت لرونکو کسانو سره په اړیکه کې واوسئ.
١٩ـــ په هغو ځایونو کې مه پاتې کېږﺉ، په کومو کې چې په نورو پسې خبرې کېږي.
٢٠ـــ کله وخت رژیم هېر کړﺉ، یو کاکو لرونکی چاکلېټ او یا سړوبی (آیسکریم) وخورﺉ.