انسان یو بشروي او ټولنیز مخلوق دی چې الله پاک ج د خپل اطاعت او بنده ګۍ لپاره د ځمکې پر مخ خلق کړی.
انسان باید په دې وپوهیږي چې زما خلقت او پیدایښت دنیا ته عبث او بې فایدې نه دی. لومړی ځان وپیژني، بیا خپل رب الله رب العزت د رضا او خوښۍ حاصلولو په موخه، د یو ټولنیز موجود په حیث د خپل وس او توان مطابق د هر چا سره نیکې او مرسته وکړي. د بل د هوساینې او پرمختګ باعث وګرځي؛ د نورو د درد دوا او ملهم جوړ شي او د نورو انسانانو په خوښۍ خوشحاله او په غم او خفګان یې د زړه له کومې خفه شي دا انسانیت دی.
انسان دی چې الله پاک د ځمکې پر مخ خلیفه ټاکلی او ځواک او پیاوړتیا یې ورکړې. د کار کولو لپاره یې ورته عقلي قوه ورکړي. د ځمکې پر مخ یې ورته ډیر نعمتونه په واک کې ورکړي تر څو ترې ګټه واخلي او خپلې اړتیاوې او ضرورتونه پرې پوره کړي.
انسان ته پکار ده چې دوه ورځې ژوند د نورو انسانانو سره په خوښۍ، خوشحالۍ او د ښو اړیکو په پاللو کې تیر کړي ترڅو یې خلک په شتون تنګ او په نشتون یې خوشحاله نشې.
که فکر وکړو څو کاله مخکې موږ هیچا نه پیژندو او حتیٰ دنړۍ پر مخ مو نوم نه وو نو همدارنګه څو کاله وروسته به بیا هم همداسې یو د نړي څخه به ځو او نوم به مو هم په تدریجې ډول د خلکو د ذهنونو څخه وځي.
مال دولت او هر څه به راڅخه پاتي کیږي. یواځې هغه مال او دولت چې دالله ج په لار کې او د ولسونو په ګټه مو مصرف کړی وي نو نیکه ثمره به یې په اخرت کې ترلاسه کړو او کنه نو حساب کتاب خو حتمی شته.
که موږ او تاسې وګورو او فکر وکړو ډیری انسانان چې څو کاله مخکې زموږ او ستاسې تر منځ موجود، نن هغه د خړو - خاورو لاندې دي خو هغه انسانان چې د چا سره یې ښه کړي او د خپل توان په اندازه یې مرسته کړي په یادولو ی د الله رب العزت دربار ته د بخښنې او مغفرت لاسونه لپه کوي او د جنتونو هیله یې کوي. نو انسان ته پکار ده چې ځان پر نورو بهتر او لوړ ونه ګڼي او انسان باید فکر وکړي چې دا دنیا هرو مرو پاتي کیدونکې ده.
حدیث شریف دی:
ژباړه: "دنیا کې داسې واوسیږه لکه مسافر یا لاروی". نو زموږ ژوند په دنیا کې د یوې بانډي په څیر دی او کله چې څوک یو ځای کې د ډیر وخت لپاره اوسیدل نه غواړي او په دې هم پوهیږي چې دا ځای راڅخه هرو مرو پاتې دی نو بیا ځانته دسفر پیټی نه درنوي او غواړي چې دا دوه ورځې داسې تیري کړم چې سبا راپسې څوک څه بد ونه وایې،
نو پکار ده چې ژوند د یو بل سره په مینه ورورګلوۍ او د یو بل په خدمت کې تیر کړو.
انسانیت څه په دولت ندی رحمانه - بُت که جوړ شي دسرو زرو انسان نه دی
تیروي خو ژوند هر څوک د ځان لپاره - ژوند هغه دی چې د بل خدمت کې تیر شي
وروستي