د هندوستان په کلکته کې

دغه لیک د یو ښوونځي مدیر د ازموینو له شروع کیدو یوه اوونۍ مخکې؛ د زده کوونکو والدینو ته لیږلئ دی! 
درنــو والــدینو،
په نېږدې څو ورځو کې ستاسې د اولادونو ازموینې شروع کیدونکې دي. زه پوهیږم چې تاسې څومره پۀ تشویش کې یاست؛ ترڅو ستاسې اولادونه وتوانیږي، چې په ښه توګه او لوړو نمرو سره ازموینې پای ته ورسوي.
ولـې دا هم په نـظر کې ونیسئ چې:
-  په دې زده کوونکو کې یو هنرمند هم شتون لري چې د ریاضي مضمون زده کولو سره هیڅ علاقه نلري او نۀ ورته اړتیا لري.
-  یو ورزشکار هم شتون لري چې د خپل ځان او فزیکي وجود جوړول ورته د فزیک مضمون د درس له زده کولو څو چنده مهم او د علاقې وړ دي.
- یو داسې څوک هم شتون لري چې له تخنیک سره مینه لري او د تاریخ اوږدې کیسې یې هیڅ نه خوښیږي او د لوړو نمرو اخیستل ورته هیڅ دي.
- یو ارواپوه هم شتون لري؛ چې د کیمیا له اوږدو معادلو او مالیکولونو سره به هیڅ علاقه نلري.
او همداسې په لسګونو نورې بیلګې هم شتون لري...
نـو درنـــو والــدینو!
که ستاسې اولادونو لوړې نمرې ترلاسه کړې؛ ډېره ښه ده. او که ترلاسه یې نکړې هیله کوم چې له هغوی؛ پر ځان او نفس اعتماد مه اخلئ.
هغـــوی ته ووایئ چـــې:
هیڅ ستونزه نشته، دا یوه ازموینه وه، او تاسې په ژوند کې د ځینو نورو غټو کارونو د ترسره کیدو لپاره نړۍ ته راغلي یاست.
دا هم ورته ووایاست چې؛ که تاسې په هره نمره بریالي شوئ موږ ته منظوره ده، او موږ درسره مینه لرو!
هیله کوم درنو والدینو؛
تاسې دغه کارونه وکړئ او بیا وګورئ چې ستاسې اولادونه څه ډول نړۍ فتح کوي.
یوه ازموینه یا ټیټه درجه نباید د هغوی ارزوګانې،وړتیا او پر ځان اعتماد له منځه یوسي.
او په پای کې هیڅکله دا فکر مه کوئ چې یوازې ډاکټران او اینجینران د ځمکې پر مخ خوشبخت وګړي دي.
ــ دا پیغام له هغو ملګرو سره شریک کړئ چې درته ګران او ښاغلي دي. تـــل مهربانه اوسئ.