د غوره اړیکو د لرلو لپاره لس اغېزناک ګامونه

په ژوند کې د بریا لپاره باید خپلو مهارتونو ته لوړتیا ورکړئ؛ څه وغواړئ په خپل ټولنیز ژوند کې ښې خبرې اترې ولرئ، یا په خپل کار ځای کې د غوره نظریو (آیډیاو) د وړاندې کولو په لټه کې واوسئ، یا وغواړئ د خپلې کورنۍ له غړو سره ښه او صمیمي اړیکه ټینګه کړئ. 
 
تاسو غواړئ له نویو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، ښایي دا کار ډېر ساده تر سترګو شي، خو باید خپله رښتینې موخه بیان کړئ، معمولاً مقابل لوری له هغه څه څخه چې غواړئ وې وایئ، د یوه توپیري څیز اخیستنه (برداشت) کوي، تاسو یو څه وایئ، خو مخاطب مو بل څه اوري، چې په پای کې د ناسم پوهاوي، اختلاف او سر درګمۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي، البته ډېر هم اندېښمن مه اوسئ، ځکه اړیکیزې ستونزې کولای شو، د اړینو مهارتونو په زده کړې سره لرې کړو. 
 
اغېزناکه اړیکه د ژوند یو له مهمو مهارتونو څخه دی، چې کولای شئ په ډېرې آسانۍ سره یې زده کړئ، خو د هغو مهارتونو له جملې څخه دی، چې ډېری کسان یې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ هڅه نه کوي. په دې مقاله کې د اړیکیزو مهارتونو د ښه والي په څو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، د ډاډ له احساس سره مل اړیکې، متقابل درک او درناوی تجربه کړئ. 
 
۱ ـــ په خپلې بدنې ژبې باندې پام کوئ
مقابل لوري ته وایئ، چې خبرو کولو ته چمتو یاست، خو لاس په سینه درېږئ. ادعا کوئ، چې د خپل مخاطب خبرو ته غوږ نیسئ، خو په خپل موبایل کې بوخت یاست. زموږ غیر کلامي اشارې معمولاً له هغه څه څخه ډېر چې فکر کوو، زموږ رښتیني احساسات او افکار څرګندوي. په ویډیو یي مرکه کې د سترګو د اړیکې څرنګوالی، د لاس ورکولو او ناستي ډول، دا ټول د اړیکې برخه ګڼل کېږي. تاسو تل د اړیکې د ټینګښت په حال کې یاست، حتا کله چې یوه خبره هم ونه کړئ. که غواړئ  د یوې مهمې خبرو اترو سر بېره، په خپل ځان باندې باور زیات کړئ، د یوه ښه حرکت په لټه کې اوسئ، نو په اړیکیزو مهارتونو کې بدني ژبه ډېر زیات ارزښت لري. هڅه وکړئ، چې د نورو د بدني ژبې درک زده کړئ، ترڅو وکولای شئ، ښه غبرګون ښکاره کړئ.  
 
۲ ـــ له غیر ضروري کلیمو او غږونو څخه ګټه مه اخلئ
د دې غږونو تکرارول لکه: «اِممم» یا «اِاا» ستاسو د اړیکو او ورځینو خبرو اترو له ښه والي سره هېڅ مرسته نه کوي. دا اضافي غږونه لرې کړئ، ترڅو غوره اړیکې ولرئ او په خپل ځان باندې باور زیات کړئ. باید دقت وکړئ، چې څه وخت په خپلو خبرو کې، له دې کلیمو لکه: «اِممم» یا «مثلاً» څخه ګټه اخلئ، نو لږ صبر وکړئ او د خبرو له پیل څخه مخکې لږ مکث وکړئ. 
 
۳ ـــ د عادي خبرو او نورو موقعیتونو لپاره، له وړاندې یو ذهنیت ولرئ 
خبرې کول د هغو مهارتونو له جملې څخه دی، چې ډېر کسان ترې بې برخي دي، له هغو کسانو سره د مخامخ کېدو لپاره، په خپل ذهن کې د یوې ډرامې لرل، چې په ډېرې سختۍ سره یې پېژنئ او ستاسو ترمنځ هغه سکوتونه رامنځته کېږي، چې ترې ډډه نه شي کېدای، ډېره مرسته کوونکې ده. دا چې پوه شئ له نورو سره څنګه خبرې پیل کړئ، یو ستر هنر دی، یانې وکولای شئ د خبرو کولو لپاره ګډه موضوع پیدا کړئ، دغه راز کولای شئ د هغو معلوماتو شریکول، چې له تاسو او مقابل لوري سره مو د یوې ګډې طرحې د پیدا کولو لپاره مرسته کوي، خبرې کول په خبرو اترو باندې بدل کړئ. همدا عادي خبرې کولای شي په اوږد مهال کې تاسو په یوه خوشاله فرد باندې بدل کړي.  
 
۴ ـــ کیسې وکړئ 
کیسې ډېر زیات ځواک لري. کیسې مو ذهن فعالیت ته اړ کوي او د دې سبب ګرځي، چې غوره وړاندې کوونې ولرئ او ډېر باوري تر سترګو شئ، سر بېره پر دې، د مرکو په بریا کې مو هم د پام وړ مرسته کوي، باید زده کړئ، چې څنګه په یوه ماهر کیسه ویونکي باندې بدل شئ، دغه راز کولای شئ د «خو» له اصطلاح څخه ډېره ګټه واخلئ، ترڅو کیسه مو سر و سامان پیدا کړي. هر څوک کولای شي د ویلو لپاره یوه ښه کیسه ولري. 
 
۵ ـــ پوښتنې وکړئ او د خپل مقابل لوري خبرې تکرار کړئ 
هرومرو تاسو هم له داسې یوه حالت سره مخ شوي یاست، کله چې مقابل لوری مو خبرې کوي، حواس مو ګډوډېږي یا د هغه خبرې ناسمې واورئ، پوښتنې کول او د مقابل لوري د خبرو تکرارول، دا ښکاره کوي، هغه څه چې هغه وایي ورسره لېوالتیا لرئ او درته جذابیت لري، دغه راز تاسو دې ته هڅوي، چې لا ډېر پام او تمرکز ولرئ او که د کوم ټکي په اړه ناسم پوهاوی رامنځته شي، د هغه ټکي په روښانه کېدو کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه: «سم مې واورېدل؟ غواړئ د شنبې ورځې لپاره ټکټ واخلئ؟»
 
دا کار د خبرو کولو او د نا خوښه سکوتونو د له منځه وړلو لپاره هم مناسب دی، پرځای د دې چې د تکراري مواردو په اړه خبرې وکړئ، له مقابل لوري څخه پوښتنې وکړئ او د ځوابونو په اړه یې غبرګون ښکاره کړئ. 
 
۶ ـــ د حواسو ګډوډونکي لاملونه لرې کړئ
کله چې له کوم چا سره خبرې کوئ یا له هغه سره مو د لیدو کاتو ژمنه کړې ده، نو په لاس کې د موبایل نیول ډېر بد کار دی. ښایي د هغو ټولو څیزونو لرې کول، چې حواس مو ګډوډوي یا دغه راز په بشپړه توګه د برېښنایي وسیلو لرې کول، ناشونی کار وي، خو دا چې وکولای شو، له موبایل او ټبلېټ څخه خپل سره را پورته کړو، له نورو سره په اړیکو باندې مو د پام وړ اغېزه کوي. 
 
۷ ـــ خبرې مو له خپل مخاطب سره متناسبې وي  
د اړیکیزو مهارتونو د ښه والي لپاره د پیغام شخصي کول اړین دي. هغه کسان چې له خپلو شاوخوا خلکو سره ښې اړیکې لري، دې ته په پام سره، چې مقابل لوری مو څوک دی، خپلې خبرې تنظیم کړئ. په بشپړه توګه له خپل رییس یا همکارانو سره مو د خبرو کولو لپاره، د هغه وخت په پرتله، چې له خپلو اولادونو یا والدینو سره خبرې کوئ، توپیري خبرې لرئ. کله چې هڅه کوئ کوم چاته کوم پیغام ور ولېږدوئ، تل هڅه وکړئ، چې د هغه لید لوری په پام کې ونیسئ. 
 
۸ ـــ مختصر او ګټور واوسئ
په انګلیسي ژبه کې د «BIREF» اصطلاح لپاره مخفف شتون لري، چې له لاندې کلیمو څخه تشکیل شوی دی: 
Background: شالید 
Reason: دلیل
Information: معلومات
End: پای
Follow-up: څارل 
دا اصطلاح له تاسو سره مرسته کوي، چې د برېښنا لیک لیکلو پرمهال هرڅه بیان کړئ او په عین حال کې مختصر او ګټور واوسئ، دا د کلامي او لیکنۍ اړیکې لپاره یوه ښه تګلاره ده (د یوه لیکوال په توګه کولای شم، چې پیغام مې په روښانه او واضحه توګه بیان کړم او هر څومره چې ژر کېدلی شي دا مقاله پای ته ورسوم. خواشیني کېږئ مه، په لېست کې یوازې دوه موارد پاتې دي). 
 
۹ ـــ همدردي پیاوړې کړئ
اړیکه یو دوه اړخیز سړک دی، که زده کړئ، چې بېلابېلو لید لورو ته پام وکړئ، کولای شئ په هغې پرېښانۍ او اندېښنې باندې، چې له یو بل سره د اړیکې ټینګولو پرمهال یې لرئ، غالب شئ. د بېلګې په توګه: کله چې مخاطب مو وایي، له هغه څه څخه ډېر ستړی دی، چې وکولای شي خبرې وکړي، متوجه کېږئ، واقعاً موخه یې څه ده، همدردي کول مرسته کوي، چې د خپل ځانګړي مخاطب په تړاو نا ویلې خبرې درک کړئ او اغېزناک غبرګون ښکاره کړئ. 
 
۱۰ ـــ په رښتینې توګه غوږ ونیسئ 
د پورته ټکو په پلي کولو سره، تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ د خپلو اړیکیزو مهارتونو د ښه والي لپاره یې ترسره کړئ، دا دی، چې زده کړئ، په اغېزناکه توګه غوږ ونیسئ. اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری خپله خبره وکړي او هېڅکله یې خبره مه پرې کوئ، ښایي سخته کار وي، خو ښې خبرې اترې هغه مهال را منځته کېږي، چې له ښکلې غوږ نیونې سره مل وي، په دې صورت کې، که حتا اړیکیز سبک مو هم له یو بل سره سمون ونه لري، بیا به هم له یو بل څخه ښه درک ولرئ او هیله لرئ مقابل لوری مو هم په همدې دقت سره، ستاسو خبرو ته غوږ نیسي.