نوې ساينسي موندنه: هغه کسان چې ډېره قهوه څښي شتمن (پيسه دار) کېدای نه شي

د سویلي فلوریډا پوهنتون پوهانو په يوې نوې څېړنه کې موندلې ده، هغه کسان چې ډېره قهوه يا کافي څښي نو دوی به سپما ونه شي کړی او پايله کې به دوی شتمن نه شي. دغه موندنه د قهوې څښاک د پيسو زيات مصرف سره تړي. 

د سویلي فلوریډا پوهنتون يوه سروې ښيي چې هغه کسان چې کافي يې څښلي وي، نو هغه مهال چې دوی ښار ته د سودا او شيانو رانېولو لپاره ځي، نو دوی داسې عادت خپلوي چې په ناڅاپې ډول يې د اخېستنې عادت لوړيږي او په خريد زياتې پيسې لګوي. 

د  Journal of Marketing په نوم يو ژورنال کې په دې اړه خپره شوې مقاله ښيي، چې د يوې مغازې په دروازه کې د کافين لرونکې قهوې هټۍ پرانېستل شوه او اخېستونکو ته به يې وړيا کافي ورکوله. موندنه په ګوته کوي چې هغه کسانو به چې کافي څښلې وه پنځوس سلنه يې له هغه کسانو زيات خرید کولو، کومو به چې عادي اوبه څښلې او دغه کافي به يې نه وه څښلې. 

د سویلي فلوریډا پوهنتون دغه نوې ساينسي څېړنه په ګوته کوي، چې قهوه د ډوپامین په نوم ماده لري او دغه ماده پر مغزو او وجود داسې اغېز کوي، چې لېوالتيا په کې ډېريږي او کس پر خپل ځان کنټرول په يوې ډېرې کمې اندازې له لاسه ورکوي او يو لوړ انرژۍ لرونکی حالت رامنځته کوي. 

د دیپایان بیسواس په نوم ددغه ساينسي څېړنې يو مسوول وايي چې اوس مهال د نړۍ په ځينو هېوادونو کې هټۍ او مغازې لرونکي د مشتريانو د اخېستنې ځواک د لوړېدو په پار وړيا کافي ورکوي او د وړيا قهوې ورکول د مارکېټېنګ يوه مهمه برخه شوې ده. 

دغه څېړنه ښيي چې قهوه څښونکي کسان د نورو په پرتله ډېرې پيسې مصرفوي او دوی ډېری وخت هغه شيان اخلي چې ډېره اړتيا ورته نه وي. نو لامل دا کېږي، کېږي چې کافي څښونکي ډېر لګښت کوي او د پيسو د سپما کچه يې ټېټه وي.