د مړينې ګواښ ۳۱سلنه کموي؛ د سرطان ناروغۍ لپاره نوي جوړ شوي درمل 

سرطان نړۍ کې عامه او وژونکې ناروغي ده. تر اوسه ساينس پوهان او روغتياپالان په دې نه دي بريالي شوي چې د مخېنوي لپاره يې واکسين او د درملنې لپاره يې درمل جوړ کړي. 

اوس مهال په يوې نوې تجربه کې روغتياپالانو د ramucirumab او pembrolizumab په نومونو دوه درمل سره يو ځای کړي او د سرطان ناروغۍ پر وړاندې يې تر يو بريده ښه پايله ورکړې او ۳۱ سلنه يې ددغه ناروغۍ له امله د مړينې کچه ټيټه کړې ده. 

په دې اړه د کلینیکي آنکولوژي يو ژورنال د امریکا کلینیکي آنکولوژي ټولنې يو مقاله خپره کړې او هيله يې ښوودلې ده چې ورته نور پرمختګونه به سبب شي، چې نړۍ کې د سرطان ناروغۍ له امله د مړينې شمېرې راټيټې کړي. 

نوي رامنځته شوي درمل نېږدې پر ۸۰۰ هغه کسانو ازمويل شوي دي، چې د سږو سرطان يې درلود. دغه ناروغان د سږو سرطان په وروستي يا څلورم پړاو کې وو او د هغه ناروغانو په پرتله يې ۳۱ سلنه وضعيت ښه شوی، چې همدا ناروغي لري خو ياد درمل نه وو ورکړل شوي. 

له بلې خوا، روغتياپالان په دې نوې تجربې نيوکې لري او زياتوي چې دغه تجربه پر کم شمېر کسانو تر سره شوې  او نه شو ويلی چې پايله يې سل سلنه اغېز لرونکې او نورو لپاره به هم کار ورکړي.