لامل يې ګډوډ خوراک ښوودل شوی؛ نوې څېړنه ښيي چې ۷۰ سلنه امريکايان د زړه ستونزې لري 

د امريکا متحدو ايالتو د زړه ټولنې يا American Heart Association په يوې نوې څېړنه کې ويلي دي چې اوويا سلنه امريکايي ماشومان او نوي ځوانان د زړه په ناروغيو اخته او د زړه روغتيا يې کمزوري ده. 

څېړنه ښيي چې ۵۶ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه يې ۲- ۵ کالونو ترمنځ دي او  ۱۴ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۶-۱۱ کالونو  دي، د  زړه روغتيا يې کمزورې ده. همدا ډول له ۱۱ کلنۍ بيا تر ۲۰ کلنۍ ځوانانو کې هم دغه ستونزه لوړه ده. 

د شیکاګو  این او رابرټ ایچ لوری د ماشومانو په روغتون کې د زړه متخصص او د شمال لویدیز پوهنتون فینبرګ ښوونځي د ماشومانو د ناروغیو معاون پروفیسور، امینډا مارما پیراک وايي چې  ددغه ستونزو يو ستر لامل د خوراک ډول او غذايي رژيم دی. 

د نوموړي ډاکټر او څېړونکي په وينا چې فزیکي فعالیت، د نیکوتین کارونه، د وینې لپیدونه، د وینې ګلوکوز، او د وینې فشار نور لاملونه دي چې امريکايي ماشومانو او ځوانان يې د زړه ناروغۍ پيدا کړې دي. 

د يادونې ده چې د نړۍ غريبو هېوادونو کې ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ په ناروغيو ککړ خو پرمختللو هېوادونو کې ډېر سهولتونه سبب شوي دي، چې روغتيايي وضعيت وننګوي.