د روسيې - اوکراين جګړه کې بې پرې دي؛ انتوني بلینکن افريقايي هېوادونو ته تللی چې جګړه کې يې دننه کړي 

څلورو افريقايي هېوادونو ته د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف له سفر وروسته د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن افريقا لويې وچې درېيو هېوادنو ته په سفر تللی ترڅو د اوکراين - روسيې جګړه کې دغه هېوادونه د امريکا په بلاک او د اوکراين په ملاتړ وهڅوي.

افريقايي هېوادونه او په ځانګړي ډول سويلي افريقا چې روسيه ورسره تاريخي د ملګرتيا اړيکې لري او اوس په افريقا کې مخ پر وړاندې هېواد دی، د روسيې - اوکراين جګړه کې بې طرفه پاتې شوی خو انتوني بلینکن هڅه کوي چې ددغه هېواد ملاتړ خپل او ځان پرې غښتلی کړي. 

له ۱۹۹۴ز کال وړاندې سويلي افريقا کې اپارتېد رژيم وو چې لږکيو سپين پوستو په لاس کې وو او اکثريت تورپوستي يې محرم کړي وو. ياد رژيم د نېلسن منديلا په مبارزه له منځه لاړ او په هغه وخت کې روسيه د منديلا او لوېديځه نړۍ د اپارتېد رژيم ملاتړې وه. 

دغه تاريخي اړيکو ته په کتو سويلي افريقا د امريکا او ناټو هغه غوښتنه رد کړه، چې له دغه هېواد غوښتل شوي وو، چې پر اوکراين د روسيې بريد وغندي. سويلي افريقا د روسيې - اوکراين په جګړه کې بي طرفي غوره او ملګرو ملتونو کې يې د روسيې ضد رايه ورنه کړه.  

سويلي افريقا او دوه نورو افريقايي هېوادونو ته د انتوني بلینکن دغه سفر دويم دی. دی واک ته د جوبايډن په رسېدو سره هغه مهال هم افريقا ته تللی، خو اوسنی سفر يې د سرګي لاروف له سفر يوه مياشت وروسته تر سره کېږي. 

لوېديځ شنونکي په دې اند دي، چې سويلي افريقا ته د انتوني بلینکن سفر به کومه غوره پايله او لاس ته راوړنه ونه لري او دوی داسې انګېري چې دغه سفر به داسې وي لکه څه ډول چې جوبايډن سعودي عربستان ته لاړ خو ويې نه شول کولی چې د روسيې پر وړاندې بلاک غښتلی او جوړ کړي.