افغانستان هند او پاکستان ته د  ۷۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت تازې او وچې ميوې لېږلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالومات پر بنسټ، تېرو شپږو مياشتو کې افغانستان هندوستان او پاکستان ته د ۷۵۰ مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د تازه او وچې ميوې صادرات کړي دي. 

د يادې خونې مسوولين وايي چې د تېر په پرتله له افغانستانه هندوستان او پاکستان ته د میو لېږد زيات شوی دی. تېر کال له افغانستانه هند او پاکستان ته يوازې د ۴۸۰ مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت وچه او تازه ميوه لېږل شوې وه. 

بيا له بلې خوا يو شمېر افغان بزګران وايي چې تازه ميوې يې خرابيږي، بيې يې ټيټې شوې او د مارکېټ نه نشتون له امله يې له خپلو بڼونو غوړه ګټه نه ده کړې او ځيني بيا د زيان خبره کوي.