بلوچستان کې د ناټو درې ټانکرونه سوځول شوي دي

د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره  درې ټانکرونه ، چې له افغانستان څخه بېرته راستنيدل سوځول شوي دي . دغه ټانکرونه تيره ورځ د کوټې ښار سويل ته د بلوچستان په  ايالت کې سوځول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس ، پر هند تور لګولی ، چې په بلوچستان کې د ګډوډي رامنځته کوي او همدا راز ځينې وسله والو ډلو ته وسلې او مادي امکانات برابروي. هند دا ډول تورونه تل رد کړي دي .