الجزيره : مصر د ﻻريونکوونکو د ټکولو لپاره له اسراييلو وسله اخيستې

د الجزيره خبري رسنۍ د مصر د يوه  چارواکي له قوله خبر ورکړی دی ، چې د ﻻريونکوونکو د ټکولو لپاره  اسراييلي وسلې د قاهرې هوايي ډګر ته د اسراييلي الوتکو په واسطه انتقال شوي دي.
نوموړې خبري رسنۍ ويلي، چې د ﻻريونکوونکو د ټکولو لپاره له امريکې نه هم وسلې غوښتل شوي وي ، لېکن تر اوسه د امريکا لخوا مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.