په تنکیو ځوانانو کې په خپل ځان باندې د باور ډېرښت

له تنیکو ځوانانو سره درنښتیز چلند وکړئ
په خپل ځان باندې د باور په ډېرښت کې والدین مهم رول لري، هغه درنښتیز چلند، چې والدین یې له تنیکو ځوانانو سره لري، د دې سبب ګرځي، ترڅو په هغوی کې په خپل ځان باندې باور زیات شي، نباید د کورنۍ لهجه رټونکې وي. هغو ستونزو او اندېښنو ته، چې ستاسو تنکی ځوان یې لري، پام وکړئ او په له منځه وړلو کې یې هڅې وکړئ. په لویوالي کې له خپل اولاد سره چلند خپل حساسیتونه لري، ستاسو تنکی ځوان نور ماشوم نه دی، نو غوره ده، چې د یوه تنکي ځوان په توګه ورسره چلند وکړئ.
 
خپل تنکی ځوان وستایئ
ستاینه تنکی ځوان د فردي او ټولنیزو کارونو ترسره کولو ته هڅوي او په هغه کې په خپل ځان باندې د باور د ډېرښت سبب ګرځي، غوره ده، چې والدین د تنکي ځوان پر وړاندې خپل احساسات څرګند کړي او په خپل اولاد باندې وویاړي. ستاسو ستاینه تنکی ځوان د ښو کارونو تکرار ته هڅوي، ترڅو د هغه په خپل ځان باندې باور ښه وده تجربه کړي.
 
تر کومه ځایه، چې شونې ده، په خپل تنکي ځوان باندې نیوکه مه کوئ
نیوکه او غندنه، ستاسو د تنکي ځوان په خپل ځان باندې باور را کموي، له والدینو سره د تنکیو ځوانانو غوښتنې ډېر زیات توپیر لري، نو د رټنې پرځای غوره ده، چې درک یې کړئ او له دې غوښتنو سره په غوره بڼه مخامخ شئ، ترڅو اولاد مو په خپل ځان باندې اړین باور پیدا کړي.
 
هغه د لا ډېرو کړنو ترسره کولو ته وهڅوئ
د خپلو لېوالتیاوو څارل، ستاسو له تنکي ځوان سره مرسته کوي، ترڅو د خپلې خوښې وړ کارونو د ترسره کولو لپاره، په خپل ځان باندې لا ډېر باور ولري، د لا ډېرو فعالیتونو ترسره کول، له بریاوو، ماتو، بېلابېلو ننګونو څخه د درس اخیستلو  او دغه راز په خپل ځان باندې د باور د کچې د معلومولو لپاره یو ښه فرصت دی، د ډېرو کړنو په ترسره کولو سره د هغه روحیه ښه کېږي او کولای شي د فردي او ټولنیزو کارونو په ترسره کولو کې بریالی وي.
 
له هغه سره مرسته وکړئ، چې د دوستۍ او ملګرتیا مهارتونه زده کړي
له نورو سره سمې او دوستانه اړیکې د تنکیو ځوانانو په خپل ځان باندې د باور په لرلو کې ډېر زیات اغېز لري، په دې شرایطو کې باید تاسو خپل اولاد ته په ډېر درنښت سره لارښوونه وکړئ، د ملګري یا دوست موندنې د مهارتونو زده کړه، د درنښت ارزښت او په اړیکو کې متقابل درک کولای شي، په خپل ځان باندې د باور په ډېرښت کې اغېزناک رول ولري.
 
خپل تنکي ځوان ته ورزده کړئ، چې ځینې څیزونه واقعاً مهم نه دي
خپل تنکي ځوان ته ورزده کړئ، چې په ژوند کې ځینې څیزونه مهم نه دي او غوره ده، چې تل خپل کارونه لومړیتوب بندي کړي. ځینې تنکي ځوانان، د کورنۍ د فشار او ټینګار په خاطر اړ دي، ترڅو هغه کارونه وڅاري، چې ورسره مینه او لېوالتیا نه لري، چې دا یوه ستره تېروتنه ده. په خپل ځان باندې د باور د ډېرښت لپاره باید له هغه سره مرسته وکړئ، چې له نورو سره د خپل ځان له پرتله کولو څخه لاس واخلي، هغه ته ورزده کړئ، هغه څه چې ډېر ارزښت لري، مناسب چلند، جسمي او ذهني روغتیا او سلامتیا ده.
 
هغه ته ورزده کړئ، چې په خپلو وړتیاوو باندې تمرکز وکړي
په خپلو وړتیاوو باندې تمرکز کول، مرسته کوي، ترڅو تنکی ځوان مو په چټکه توګه خپلې موخې ته ورسېږي. له خپل ځان سره سیالي کول، کولای شي په خپل ځان باندې د باور له ډېرښت او په کارونو کې له پرمختګ سره مرسته وکړي.
 
هغه ته ورزده کړئ، چې پیاوړې روحیه ولري
د پیاوړې روحیې لرل، ستاسو له تنکي ځوان سره مرسته کوي، ترڅو له ستونزو سره، په خپل ځان باندې د ډېر باور په لرلو سره مخامخ شي، له دې کبله په غوره توګه کولای شي، چې له خپلې مخې څخه خنډونه لیرې کړي. تنکی ځوان باید دا زده کړي، ترڅو خپل منفي احساسات، په ښه توګه کنټرول کړي.
 
د اړتیا په صورت کې، له مسلکي کسانو څخه مرسته وغواړئ
له هغو مسلکي کسانو څخه د مرستې غوښتنه، چې په دې برخه کې بشپړ معلومات لري، له تنکي ځوان سره مرسته کوي، ترڅو په خپل ځان باندې باور په ښه توګه زیات کړي، غوره ده، چې یوه مسلکي مشاور ته ورشئ، ترڅو تاسو د خپل تنکي ځوان واقعي ستونزه پیدا او له منځه یې یوسئ.
 
د خپل تنکي ځوان ملاتړی واوسئ
تنکي ځوانان په حساس عمر کې دي او د والدینو له خوا کوچنی چلند کولای شي د هغوی په ځان باندې په باور باندې مهم رول ولري، باید هغه په دې باندې پوه کړئ، چې تل یې حامی او ملاتړی یاست او په هېڅ ډول شرایطو او حالاتو کې یې یوازې نه پرېږدئ، دا تکیه ګاه اوسېدل هغه  ته په ځان باندې باور ور په برخه کوي. هر کله چې ستاسو تنکی ځوان له مثبت یا منفي حالت سره لاس و ګرېوان کېږي، په یاد ولرئ، چې دا یوازې د ژوند یو پړاو دی او ډېر ژر تېرېږي.
 
په تنکیو ځوانانو کې په ځان باندې د ټیټ باور نښې
هغه تنکي ځوانان، چې په خپل ځان باندې له ټیټ باور څخه برخمن دي، له خپل ځان څخه ځینې نښې نښانې څرګندوي، چې تاسو د هغو په مرسته کولای شئ، په ټولنه کې افراد پرې وپېژنئ، دا کسان له خپل ځان څخه ځانګړې چلندیزې بېلګې ښکاره کوي، چې مهمې یې په لاندې ډول دي:
 
له یوازېتوب او انزوا سره لېوالتیا
هغه تنکي ځوانان، چې په خپل ځان باندې کم باور لري، یوازېتوب غوره ګڼي او نه غواړي، چې د خلکو په منځ کې واوسي، چې دا یوازېتوب به یې په ژور خپګان اخته کړي.
 
له نورو سره د مناسبې سترګیزې اړیکې نه ټینګښت
دا کسان له نورو سره د اړیکې له ټینګښت څخه ډېر زیات وېرېږي او نه شي کولای، چې له نورو سره سترګیزې اړیکې ته داخل شي.
د خبرو اترو پر مهال د خپل ځان په اړه د منفي خبرو کول 
په دې افرادو کې منفي افکار ډېر زیات دي، چې له نورو سره د خبرو کولو پرمهال یې په آسانۍ سره لېږدوي.
په ډېر لوړ غږ خبرې کول او د غوسه ناک حالت لرل او یا برعکس د ډېر ټیټ غږ لرل
هغه تنکي ځوانان، چې په خپل ځان باندې له ټیټ باور څخه برخمن دي، کولای شو د خبرو کولو له لهجې څخه یې وپېژنو.
ټولنیزو موقعیتونو ته له تګ څخه ډډه کول
هغه تنکي ځوانان، چې په خپل ځان باندې ډېر کم باور لري، یوازېتوب غوره ګڼي او په ټولنیزو موقعیتونو کې حضور نه پیدا کوي او تل ترې وېره لري.
له والدینو سره د افراطي تړاو احساس لري
د اولادونو په ځان باندې کم باور هغوی په کورنۍ پورې تړلي کوي او هر څه له کورنۍ څخه غواړي.
د ځانګړي بدني وضعیت لرل، لکه د اوږو ټیټوالی او له بریده  زیات د سر ټیټ اوسېدل
دا وضعیت د هغوی د خجالت او شرمېدونکی اوسېدلو احساس له کبله دی، چې په هر ډول شرایطو کې یې لري.
په تنکیو ځوانانو کې په خپل ځان باندې د لوړ باور د لرلو نښې نښانې
هغه کسان، چې په خپل ځان باندې له ډېر باور څخه برخمن دي، په ښه توګه په ټولنه او د خلکو په منځ کې حضور پیدا کوي. هغوی تر ډېره په ټولنیزو اړیکو کې، له خپل ځانه لاندې نښې څرګندوي:
 
۱ ـــ د (نه) ویلو لپاره کافي وړتیا لري.
۲ ـــ د کافي شتون لرلو د څرګندولو وړتیا.
۳ ـــ د خپلو افکارو او احساساتو په اړه خبرې کوي.
۴ ـــ د مخالف نظر په بیانولو کې زړورتیا لري.
۵ ـــ د خپلواک شخصیت له پالنې سره لېوالتیا لري.
۶ ـــ له خپلو همزولو سره د مناسبې ټولنیزې اړیکې لرل.