بريکس: د افغانستان لپاره يو اقتصادي فرصت!

بريکس چې انګرېزي نوم یې په مخفف ډول BRICS دی د نړۍ هغو هېوادونو ګډ اقتصادي چوکاټ دی چې د بنسټ اېښودونکو هېوادونو د نومونو له لومړنيو حرفونو څخه جوړ شوی دی. موسس هېوادونه یې (برازيل،روسيه، هند، چين او سويلي افريقا ) دي او په ترتيب سره  (BRICS)بلل کېږي، په لومړيو کې دا سازمان بريک نومېده خو د سويلي افريقا په ورګډېدلو سره يې پريکس ته تغيير وکړ. د بریکس هېوادونو اقتصادي اغېز پر خپل شاوخوا  هېوادونو او د نړۍ په کچه په هېوادونو ډېر زيات دی، د نړۍ د نفوسو عمده برخه همدا بريکس هېوادونه تشکيلوي او د نړۍ او سيمې په اقتصاد باندې بارز نفوذ لري، د بريکس په هېوادونو کې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس پروت دی  او د نړۍ تر ۳۰ فيصده زيات اقتصاد هم د دوی په لاس کې دی نن ورځ د BRICS جغرافیې د ځمکې د کرې دریمه برخه خاوره احاطه کړې ده.

ددې اقتصادي چوکاټ لومړنۍ رسمي ناسته په ۲۰۰۹ زيږدي کال کې د روسيې په يکترينبورګ کې د برازيل، روسيې، هند او چين د مشرانو په ګډون ترسره شوه او زياتره فوکس یې د نړيوالې او منطقوي افتصادي ستونزو په هواري،  د نړۍ د مالي نظام په اصلاح او دهېوادونو تر منځ د خپلمنځي ښو او غوره سوداګريزو اړيکو او د تجارت لپاره د ښه اعتباري پولي سیستم په رامنځته کولو باندې متمرکزې وې.

ددې هېوادونو مشران په پام کې لري چې د يورو  او ډالرو د ورځ تر بلې خرابېدلو له امله يو له بل سره په سوداګريزو اړيکو کې د روبل، يوان، او هندي روپۍ پر استعمال باندې تمرکز وکړي او په خپل منځ او له نورو سره په  سوداګري کې  پر ډالرو او يورو باندې راکړې ورکړې ته په تدريج سره د پای ټکی کېږدي.

اوس مهال بريکس سازمان د ډېرو هېوادونو توجه ور اوښتې ده او زیاتره مخ پر وده هېوادونه غواړي چې ددې سازمان غړي شي او ان ترکيه چې د ناټو سازمان غړی هېواد دی او په منځني ختيځ کې د ښه اقتصاد درلودونکی دی غواړي د بريکس اقتصادي غړی شي، ايران چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې له دوی سره یوځای شي، سعودي، مصر، ارجنټاين، متحده عربي امارات، فیلیپین، مالیزیا او ویتنام یې هم د غړيتوب لپاره شېبې شماري د احتمالي کاندیدانو په منځ کې مکسیکو، وینزویلا او الجزایر هېوادونه هم هغه هېوادونه دي چې د غړيتوب هيله لري. نو ددې ټولو په نظر کې نيولو سره نشو کولای د نړۍ په اقتصادي او سياسي حالاتو او راتلونکي باندې  ددې سازمان په ژورو اغېزو او نفوذ باندې  سترګې پټې کړو.

ښکاره خبره ده چې د بريکس سازمان د اسیا او منځني ختیځ هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره یو نوی تحرک دی  او د همدې اقتصادي چارچوب په دننه کې په مجموع کې (د نړۍ په ختیځ) او په ځانګړي ډول د اسیا په لور په لويه پیمانه اقتصادي تغييرات د راڅرګندېدو په حال کې دي. دا سازمان د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو لپاره اقتصادي فرصتونو او پرمختګونو ته لاره پرانيزي خو چې ددې هېوادونو دولتونه او سوداګر په ښه او اغېزمن ډول ترې هوښيارانه استفاده وکړي. بريکس د اقتصادي پراختيا او پرمختيا لپاره ډيزاین شوی دی د پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو لپاره ډیزاین شوی چې د دوه اړخیزو ګټو او برابرۍ شرایطو په رڼا کې کار کولو ته چمتو دي.

 افغانستان هم کولای شي په هوښيارانه او مبتکرانه ډول ددې سازمان تر چتر لاندې د خپلې اقتصادي پياوړتيا او راکړې - ورکړې لپاره نړيوال بازار پيدا کړي، لکه څنګه چې سږکال لومړی ځل افغان سوداګرو د روسيې د سن پيټزرزبورګ ښار په نړيوال اقتصادي فورم کې حضور درلود او دا د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره يو ښه فرصت او د سوداګریزو اړيکو د جوړولو لپاره ښه مقدمه وه، اوس کېدلای شي چې د افغانستان په دولتي چوکاټ کې سوداګر او پانګوالو ته د بريکس له لارې د ښو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو زمينه برابره شي  او افغانستان د خپلو تولیداتو او په اقتصادي برخه کې د پانګونې لپاره بازارونو ته اړتیا لري. او هم د کور دننه اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ټولو زيات په وارداتو متکي دی نو BRICS دا ډول وړتیاوې لري او له هر دا ډول هېواد سره د باثباته ملګرتیا علاقه لري، خو ددې ټولو لپاره بايد پانګوال د دولت په کچه او افغان چارواکي د دوه اړخيزو اړيکو او منافعو په اډانه کې خبرې ورسره وکړي او خپل داخلي اقتصادي ثبات لپاره صادراتو او وارداتو ته پراختيا او پرمختيا ورکړي.

د نوو غړو هېوادونو په راتګ سره به برکس د G7 لپاره یو جدي او ستر سیال شي چې د لویدیځ پرمختللو هیوادونو استازیتوب کوي.

سربېره پر دې چين او روسيه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د ويټو حق لرونکي هغه هېوادونه دي چې ددې سازمان درنښت او اعتبار یې ډېر کړی دی او سره له دې چې ددې سازمان ټول فوکس په اقتصاد او سوداګريزې پراختيا او همکاري باندې دی خو بيا هم د تاريخ په اوږدو کې هغه سازمانونه چې له سياسي اړخه غښتلي هېوادونه پکې عضويت ولري بريالي کېدلای شي. دا هېوادونه غواړي چې د امريکا او لويديځ له اقتصادي او سياسي سلطې اخوا ځانته خپل سوداګريزه همکاري ولري او د خپل منځي اقتصادي پراختيا لپاره د ډالر او يورو پرځای د خپلو هېوادنو کرنسيو (پولي واحدونو) څخه کار واخلي.

ددې سازمان د غړو تر منځ د همکاري د روسيې او اوکراين تر شخړې وروسته لا ډېر زياته شوه، روسيه چې د غرب له تحريم سره مخ شوه، نو مخ یې چين، هند او د منځني ختيځ هېوادونو ته ور اړولی او له دغو هېوادونو سره یې په اقتصادي برخه کې اړيکې پياوړې کړې دي لا هم لګيا ده په لاتينې امريکا، د اسيا په لرې ختيځ، افريقا کې د نورو تجاري شريکانو په لټه کې ده او تر ډېره په دې کار کې بريالۍ ده او د تمې خلاف يې د غرب او ناټو اقتصادي بنديزونه تر اوسه پورې په بريا سره په شا تمبولي دي.
 
د بريکس اقتصادي چوکاټ د پرمختګ يو غټ علت دا هم دی چې چين د نړۍ په ستر اقتصاد ځواک له بدلېدلو څخه يوازې په څو قدمه لرې دی، روسيه د ګازو او تېلو پراخلې زېرمې  لري چې د ډبروسکرو دويم او د نفتو اتم غني هېواد ګڼل کېږي او هم په اقتصادي لحاظ  له ښه مقام څخه برخمن دی، برازيل بيا د کرنيزو محصولاتو په برخه کې ډېر متنوع او پراخ توليدات لري او پريمانه معدني شتمني لري. 

د بريکس وروستۍ غونډه یې چې دوه، دری ورځې دمخه پای ته ورسېده  د بریکس هېوادونو د مشرانو  ۱۴مه غونډه وه، ګډونوال هېوادونه یې د ډیجيټلي اقتصاد، زرغون دوامدار پرمختګ، د عرضې ځنځير همکاريو او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ په شمول يو شمېر برخو کې موافقې ته ورسېدل.