آيا شتمن مسلمان، مسکين او غريب نامسلمان ته زکات ورکولی شي؟ 

زکات د اسلام مبارک دين څلورمه بناء ده او پر مسلمان يې ورکړه فرض شوې ده. اسلام مبارک دين کې د زکات اندازه مالومه ده. دا چې په خوراکي توکو لکه غلې - دانې، نغدو پيسو، سرو او سپین زرو کې مسلمان بايد څومره زکات ورکړي، حدود يې مالوم دي. له زکات ورکړې دوه موخې شتون لري. لومړی دا چې زکات ورکول د لوی خدای ج امر دی او په ورکړې سره يې مسلمانان  د الله رضا تر لاسه کوي او که چېرې مسلمان د زکات په ورکړه کې سستي کوي، نو ګناه کې غورځيږي، چې پوښتنه به يې ترې کېږي. د زکات په ورکړه ټولنه کې د غريبو او مسکينو خلکو لاسنېوی کيږي. زکات ورکړې سره ټولنه کې د بيچاره خلکو لپاره حلاله ډوډۍ پيدا کيږي او د اقتصادي فقر له امله د ناروا کارونو مخه نېول کېږي. 

د زکات ورکړه يو اسلامي امر دی او مسلمان اړ دی چې بايد د ټاکلو حدودو اړوند زکات ورکړي. د زکات د ورکړې په اړه الله تعالی ج په سپيڅلي قران کريم کې فرمايلي دي. 
[سُوۡرَةُ التّوبَة :۶۰] إِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِينِ وَالْعٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
ژباړه: دا صدقې خو په اصل کې د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چې د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چې زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستې لپاره د خداى په لار کې او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى.

د سپيڅلي قران کريم  د پورته مبارک آيت تفسير برخه کې د اسلامي نړۍ نامتو عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نایک وايي، چې زکات د مسلمان له خوا مسلمان ته ورکول کېږي. يانې شتمن مسلمان اړ دی چې د اسلام مبارک دين په رڼا کې بل مسکين او غريب او مسلمان ته زکات ورکړي. شتمن مسلمان نه شي کولی چې غير مومن يا نامسلمان ته زکات ورکړي. د زکات له ورکړې موخه د مسکين مسلمان لاسنېوی دی، چې د شتمن مومن له خوا کېږی. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د دغه پوښتنې په ځواب کې چې، "آيا مسلمان، غیر - مسلمان مسکين او غريب ته زکات ورکولی شي؟" ويلي دي. يوازې په هغه صورت کې مسلمان غير مسلم فقير او مسکين  ته زکات ورکولی شي، چې د ياد فقير او مسکين  زړه د اسلام په طرف ميلان پيدا کړی وي او نيت کې يې دا وي، چې د اسلام په سپيڅلي دين مشرف شي او ايمان راوړي. ذاکر نایک د سپيڅلي قران کريم  وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ کلمې راخلي چې په کې فرمايل شوي دي، هغوی ته هم زکات ورکولی شئ، چې زړونه يې اسلام منلو ته برابر شوي او چمتو شوي وي. 

لنډه دا چې مسلمان به مسلمان ته زکات ورکوي، خو يوازې په هغه صورت کې شتمن مسلمان کولی شي چې غير مسلمان ته زکات ورکړي، چې احساس دا وي چې دا غير مسلمان اسلام ته رانېږدې شوی دی او ښايي د اسلام دين قبول کړي او مسلمان شي.