د خوست ولايتي شورا وكيلان وايي چې ترهغې پورې په هيوادكې سوله نه شي راتلى

 د خوست ولايتي شورا وكيلان وايي چې ترهغې پورې په هيوادكې سوله نه شي راتلى ترڅوچې دولت له ولس سره خپلې كړې وعدې پوره نه كړي، د خوست ولايتي شورا منشي زهره جلال په خبره چې د سولې شورا يوه ناكامي په دې كې ده چې هغه څوك يې پر مخ بيايي چې د چوكيو پرسريې كلونه كلونه جګړې كړي دي، او بله دا چې په هيواد كې داسې عدل دى چې د پېنځو پيسوغل په څوكاله بند محكوميږي خو هغه څوك چې په ميليونو ډالر پټ كړي دوې يادرې مياشتې بند وركول كيږي. دا خبرې په هغه ناسته كې وشوې چې خوست ته  له مركزكابل  نه د سرحدنواو قبايلوچارو وزارت د جرګو او مركومعين  محمديعقوب احمدزي په مشرى د سولې پلاوى راغلى وو.
دا غونډه له كابل نه د شولې سورا د يوه پلاوي دراتلو په وياړجوړه شوې وې، د دې پلاوى مشري د سرحدنواو قبايلوچارو وزارت د جرګو او مركومعين محمديعقوب احمدزي كوله او په تركيب كې يې د سولې شورا د دارالانشاء عملياتي مسوول عزيزاحمدزى او نور ملګري وو، دوى وويل چې د هيواد ځينوسيموته د سولې شورا د پيغام رسولو په موخه راوتلي ځكه چې سوله د جګړې نه بلكې د سياسي لارې راتلى شي، داچې په خوست كې ډېرې شخړې د قومي مشرانو په وسيله هوارې شوې دي، كه په دې ډول په نورو برخوكې هم كاروكړي نو برى او پرمختګ به مو په نصيب وي  كه څه هم دغه پلاوي ويل چې د سولې كميسيون له بركته د هيواد په شمال كې هره ورځ ډلې ډلې وسله وال له دولت سره يوځاى كيږي خو د خوست ولايتي شورا مشر مراد خان منګل وايي كه دولت خلكوته كاروكړي اود هغوى زړونه خپل كړي نوخپله خلك هم له دولت سره همكاري كوي، كومې وعدې چې دولت له خلكوسره كړي دي كه پوره نه شي اوخپل سري عمليات ونه درول شي، سوله نه شي راتلى، يوه تن قومي مشرناظم ځدراڼ بياوايي هغه څوك چې بايد سوله ورسره وشي هغوى په نورو هيوادونو كې دي كه د چا مركز او د راغونډيدلوځاى نه وي معلوم نو سوله به له چاسره او په كوم ځاى كې وشي. د خوست د ولايتي شورا منشي زهره جلال بياوايي چې د سولې شورا ځكه نامه ده چې منځګړى نه لري، او هغه څوك پكې لګيادي چې د چوكۍپرسريې كلونه كلونه جګړې كړي اوخلك يې وژلي دي نوموړې زياته كړه چې څوك دې شورا سره يوځاى شي څوك به د دې ضمانت وركوي چې بيابه نه نيول كيږي، د نوموړې په خبره چې اوس په دولت كې داسې عدل دى چې د پېنځوپيسوغله ته كالونه بندوركول كيږي خو هغه څوك چې په ميليونو ډالر پټ كړي دوې يادرې مياشتې بندي كيږي ځكه د سولې راتلل هم ګران دي.