کوچنی روبوټ؛ ستاسې وجود کې ګرځي او هغه ځای ته دوا رسوي چېرته چې ورته اړتيا وي

سټینفورډ پوهنتون روغتياپالانو او ساينس پوهانو داسې يو نوی روبوټ جوړ کړی دی، چې د انسان په وجود کې ګرځي او هغه حجرو او نسجونو ته دوا او درمل رسوي، کوم ځای چې ورته اړتيا لري او  ناروغ وي. 

د دغه روبوټ دنده دا ده، چې که چېرې د يو کس پر سر درد وي، نو په عادي ډول د سردردۍ درمل وخوړل شي، معدې ته لاړ شي او بيا د وينې جريان او کوچنيو رګونو له لارې دغه درمل د سر هغې برخې ته ځي، چې درد لري او اغېزمنه شوې وي. 
دغه روبوټ د سردردۍ درمل د معدې پر ځای په نيغ ډول دماغو  ته وړي او پر هغه حجرو او نسجونو يې خوشي کوي، چې له دغه درملو سره يې درملنه کيږي او درد پرې اراميږي. 

دغه روبوټ د ګوتې د سر يو بند په اندازه دی او کولی شي، چې د وجود بېلا بېلو برخو ته  دننه او هلته درمل تقسيم او ورسوي. د ریني ژاو په نوم د سټینفورډ پوهنتون يو تن پروفيسور چې د دغه روبوټ جوړونې ټيم مشر دی، ويلي دي، چې د طب په برخه کې دا ډول لاس ته راوړنه بې سارې ده او پايلې به يې غوره وي. 

د ریني ژاو په وينا چې دغه روبوټ کولی شي چې سرطاني حجرو باندې درمل واچوي او په مستقيم ډول هغه حجرې خرابې او فعاليت وغورځوي. همدا ډول به د زړه دننه او د زړه اړوند ناروغيو کې دغه روبوټ ښه وځليږي او پرته له جراحي عمليات به اغېزمن شويو برخو ته درمل رسوي چې دې سره به د درملو اغېز سل سلنه لوړ او اغېز لرونکی شي.