درې بدې کړنې چې تاسې يې تر سره کوی خو  غاښونه مو درته غوسه کيږي 

دا چې نړۍ د پرمختګ پر لور روانه ده نو د نورو سهولتونو او اسانتياوو ترڅنګ د خوراکونو او څښاکونو ګڼ ډولونه هم پيدا شوي دي. ځيني خواړه او څښاک به ستاسې د مړښت سبب شي، خو غاښونه به درڅخه خراب کړي. دې ليکنه کې درې هغه چارې وپېژنئ چې په کولو يې ستاسې غاښونه خرابيږي. 

۱- کله چې اوبه څښئ نو خوله به مو هم لنده وي. د خولې لندوالی په خوله کې لاړې جوړوي او بيا دغه لاړې سببيږي، چې هم د خولې بدبوي شتون ونه لري او هم هغه ګټورې بکتروياوې چې ستاسې خوله کې شتون لري، ژوندۍ پاتې شي. هغه کسان چې ۲۴ ساعتونو کې ډېرې کمې او يا هېڅ اوبه نه څښي، نو خوله يې وچيږي او پايله کې د غاښونو ناروغۍ ورته پيدا کېږي. غاښونو کې سوري پيدا کېدل د کمو اوبو څښلو او د خولې د وچوالي له امله وي. سپارښتنه دا ده، چې يوه ورځ کې لږ تر لږه اته ګيلاسه اوبه بايد وڅښل شي. 

۲- ځيني خوراکونه او څښاک پر غاښونو بد لګي. تيزابي څښاکونه لکه پېپسۍ، د انرژيو ډولونه او اوس ورځو کې بازار کې شته مشروبات او همدا ډول تروش خوند لرونکې ميوې لکه مالټې، نارنج، ليمو او بانجان پر غاښونو ښه تاثير نه کوي. که څه هم دغه ميوې به د وجود لپاره نورې ګټې لري، خو غاښونه رژوي او رنګ يې خرابوي. 

۳- ۲۴ ساعتونو کې دوه ځلې غاښونه ومېنځئ او له هرې ډودۍ وروسته يې پاک کړئ. هر کله چې ډوډۍ وخورئ نو د خوړو غټې ذرې د غاښونو ترمنځ پاتې کيږي. که چېرې څو ساعته وخت پرې تېر شي، نو د خولې د بدبوۍ سبب هم کيږي. نو په کار ده چې له خوراک وروسته غاښونه بورس شي؛ که بورس کولو ته وخت او لاس رسی نه وي، نو بيا دې په پاملرنې سره غاښونه د خواړو له پاتې شونو  په خپله پاک کړی شي.