حسني مبارک د لومړي ځل لپاره خپل مرستيال وټاکه

 حسني مبارک پرون د لومړي ځل لپاره د خپل مرستيال  د څوکۍ لپاره د استخباراتو خپل رييس عمر سليمان وټاکه. 30 کاله وړاندې حسني مبارک په خپله پر همدې څوکۍ کار کاوه او کله چې انور سادات ووژل شو  ده يې ځای ونيوه، خو تر هغه وروسته دا څوکۍ همداسې تشه پاتې وه او حسني مبارک په دې څوکۍ هېڅوک نه و ګومارلي. ښايي دا په دې مانا هم وي، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به حسني مبارک بيانه کانديد کيږي. پرون د مصر تلويزيون 74 کلن سليمان د لوړې د يادولو په حال کې وښودلو.