له ليمو د برېښنا توليد او اور رامنځته کول 

که چېرې غواړئ پنځه ولټ برېښنا/برق ځان لپاره توليد کړئ او يا داسې يو ځای کې ياست چې لايټر يا اورلګيت ته اړتيا وي او غواړئ اور ولګوئ، نو ليمو څخه ګټه واخلئ. دا چې څه ډول له ليمو برېښنا توليد او اور لګولی شئ، طريقه يې دلته ولولئ او ځان سره دا په زړه پورې تجربه وکړئ. 

يو ليمو، شپږ دانې مسي مخېونه يا کلېپونه، شپږ دانې د زينک مخېونه (زېنک Zinc يو کيمياوي عنصر دی او ورڅخه جوړ شوي مخېونه يې پيدا کېږي) او دوه لاينونه يا د برېښنا د نښلولو تارونه ولرئ. 

لومړۍ ليمو په خپلو لاسونو کې نرم او پوست کړئ؛ بيا د يو - يو سانتي متر په واټن يو قطار کې مسي کلېپونه او بل کې د زېنک مېخونه ټک وهئ. د ليمو دننه بايد مسي کلېپونه او زېنک مخېونه سره ونه نښلي. بيا د برېښنا د تار په وسيله لومړی مسي کلېپ له دويم زېنک مېخ سره وصل کړئ او تر پايه پرې لاړ شئ. 

اوس د برېښنا يو تار په زېنک مېخ پورې وتړئ چې منفي چارج لري او بل تار په مسي کلېپ پورې ونښلوئ او هغه اوس د مثبت چارج لرونکی دی. اوس که چېرې دغه تارونه سره ټکر کړئ، نو پنځه ولټه برېښنا به توليد او همدا ډول که چېرې سره نښلول شوي لاينونه کاغذ يا کوم بل څيز ته ورنېږدې کړئ، نو اورلګېدنه به رامنځه ته کړي.