په مصر کې  د دفاع او کورنيو چارو  نوي وزيران وټاکل شول

د مصر نوي لومړي وزير احمد شفيق د نوي حکومت جوړولو په پيل کې د دفاع او کورنيو چارو نوي وزيران وټاکل. د العربيه د خبر له مخې نوموړي (سامي عنان) او جنرال (عبدالرحمان) په ترتيب سره د دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو په توګه وټاکل . د يادونې وړ ده ، چې تر دې دمخه حسني مبارک د استخباراتو رييس عمر سليمان د خپل مرستيال په توګه وټاکلو. حسني مبارک هڅه کوي په دې توګه د سمونونو د راوستلو په مرسته د خلکو غوسه را کمه کړي.