نوې څېړنه: ماشومان د کورنۍ غړي د لاړو (saliva) په وسيله ښه پېژني 

يوه نوې د ارواپوهنې اړوند څېړنه ښيي، چې له درېيو مياشتو بيا تر يو کال کوچني ماشومان د خپلې کورنۍ غړي د لاړو (ناړې) په وسيله ښه پېژني او درک کوي يې. دغه څېړنه ښيي، چې ماشومان په غيږ کې د نېونې، بيرون ګرځونې او ماشوم سره د بيده کېدو په پرتله ترټولو ډېر د کورنۍ د غړو د خولې لاړې ژر حس کوي. 

هغه د کورني غړي او مشران چې کوچني - عمره ماشومان ښکلوي/مچه ورڅخه اخلي، هغه خواړه چې دوی ورڅخه شخوند کړی او بيا يې ماشومانو ته ورکوي، ماشوم سره په يو لوښي او ګيلاس کې خوراک کوي؛ دې سره د کورنۍ د غړو د خولې لاړې ماشوم ته رسيږي او بل وخت ماشوم د همدې لاړو په وسيله خپل د کورنۍ غړي او نېږدې خپلوان پېژني. 

ياده څېړنه په شااوخوا ۵۰۰ ماشومان چې عمرونه يې له اتو مياشتو کم وو، تر سره شوې او لېدل شوې ده، چې د ژړا، ويرې او ناراحتۍ په وخت کې دغه ماشومان هغه کسانو پسې ګوري، چې په مستقيم او يا هم د خواړو او خواړو د لوښو له لارې يې لاړې ورته رسېدلې وي. 

څېړنه ښيي، چې پلار او مور سره د کوچني ماشوم نېږدوالی په دې پار دی، چې ډېری ځلې پلار او مور ماشوم څخه مچه اخلي او ښکلوي يې چې دې سره د والدينو د خولې لاړې په ماشوم پسې نښلي او بل وخت ماشوم د همدې لاړو په وسيله دوی پېژني او ورنېږدې کېږي.