شيخ يوسف قرضاوي دحسني مبارک د ګوښه کېدلو غوښتنه وکړه

د اسلامي نړۍ لوی ديني عالم شيخ يوسف قرضاوي چې د مصر او قطر دوه ګونی تابعيت لري، د مصر له ولسمشر حسني مبارک څخه غوښتنه کړې چې له واکه لرې شي  او د مصر په خوشې کولو سره د زياتې ورانۍ او وژنو مخه ونيسي. ده پر مبارک غږ کړی چې د تونس له ولسمشر زين العابدين بن علي څخه  زده کړه وکړي. قرضاوي همداراز له لاريون کوونکو څخه غوښتنه کړې، چې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي  او ويلي دي چې د حل يوازنۍ لار د مبارک ګوښه کېدل دي. ده همداراز ويلي، چې موږ د سولې غوښتونکي يو ځکه چې زموږ دين يې امر کوي، خو که چېرې پر موږ کومه جګړه تپل کيږي موږ به په ټول ځواک ورسره وجنګېږو.