د ماشوم ارواپوهنه

په اوسنۍ نړۍ کې ترټولو خواشینوونکې مسٔله چې په دې ورستیو کې د غیرې اخلاقي او انساني کرامت لیلام پلورونکو وګړو پاملرنه یې ځانته جلبه کړې، هغه د ماشومانو جنسي ځورونه او په ماشونو جنسي تیری دی؛ چې د ساري ناروغۍ په شان یې سرایت موندلی او د ټولنې ډیری وګړي یې ددې لوی بشري ناوړه ناورین ښکار ګرځولی.

له ماشومانو څخه ناوړه استفاده څه ته وایي؟
مخکې له دې چې د ذکر شوي عنوان مبحث ته ځانونه داخل کړوـ اړینه بولم چې له هرڅه لومړی ماشوم وپیژنو:

د ماشومانو د حقوقو د نړیوال کنوانسیون له مخې هرشخص چې له (۱۸) کلونو څخه کم عمر ولري، ماشوم ګڼل کیږي.

پورتنی تعریف او پیژند د علمي روشونو او د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لخوا ترسره شوی دی.

ددې کنوانسیون په(۱) ماده کې راځي: چې له ماشوم څخه هدف هغه وګړي دي چې له(۱۸) کلونو څخه کم عمر ولري. خو پرته له دې چې د اړوندو هیوادونو د موجوده قوانینو له مخې یې د عمر مودې تغیر موندلی وي.

له پورتنۍ پیژندنې په استفادې سره په عمومي توګه ماشوم هغه چاته ویل کیږي چې په فکري، جسمي او جنسي لحاظ د بلوغ مرحلې ته نه وي رسیدلای.

البته د یادونې وړ ده؛ چې د افغانستان په شمول د ډیری هیوادونو قوانینو هم د ماشوم عمر د ماشومانو نړیوال کنوانسیون له نورم سره برابر ټاکلی دی.

دا چې ماشوم چاته وایي؛ په اړه مویې معلومات ولوستل، اوس هغه کړنې بیانوو چې د ماشوم ځورونې سبب ګرځي.

۱ـ مختلفې جنسي رابطې.
۲ـ د لویانو له لوري په ماشومانو جسمي او ذهني یرغل.
۳ـ ماشومانو ته د فحشا خپروونکې تکنالوژیکي آسانتیا برابرول. لکه (مختلفې ارتباطي ټولنیزې او ډله ییزې وسیلې)
۴ـ په ماشومانو د غربي او خارجي کلتور اعاده. لکه د مختلفو غیرې اخلاقي فلمونو، سریالونو او مزاحیه ډرامو... کتل.
۵ـ او ټولې هغه اړیکې (رابطې) چې د جنسي موخو په تړاو پالل کیږي. لکه تلیفوني، انټزنیتي او لیکلی مسیج پیغامونه...
۶ـ د والدینو له لوري خپلو ماشومانو ته نه پاملرنه او په خپل کلي یا شاوخوا کې د هغې نه کنټرول ددې سبب ګرځي چې ماشومان یې د ټولنې له ناړه وګړو سره مخامخ او د هغې د ناوړه غوښتنو ته قرباني ومني.
۷ـ له نورو غیرې اخلاقي ماشومانو سره ناسته او ولاړه.
پورتنې کړنې ماشوم یا د زور او جبر له لارې ښکار کوي او یایې هم په فکري ډول د جنسي قربانې لپاره آماده کوي.
نو لازمه ده چې والدین، مشران، د کورنیو سرپرستان د خپلو ماشومانو څخه په هره لحظه کې معلومات ولري چې دده ماشوم چیرته، څه کوي او له چا سره دی؛ ترڅو د جنسي اعمالو قرباني نه شي.