ولې اوکرايني کډوال په اروپا کې په ناورين بدلېږي؟!

له دويم جهاني جنګ را وروسته نړۍ تر بل هر وخت نن سبا د جګړې د پاڼ پر ژۍ ولاړه ده او د مهاجرت، خوړو، قيمتي، انسانانو ته د ورپېښو د ژوند مشکلاتو ساري یې په دې څو لسيزو کې نه ليدل کېږي، دنيا کله هم د تېرو اويا کلونو په جريان کې داسې بد حالت ته نه وه رسېدلې، د تېرې فبروري راهیسې چې د روسيې او اوکراین شخړه پيل شوې ده دا ستونزې تر بل هر وخت لا پسې ډېرې شوې دي او د مهاجرت په برخه کې  تر اوسه (د جون تر پای پورې) ۵ نيم ميليونه اوکراينيان له خپل هېواد (اوکراین) څخه وتلي دي، چې زياته برخه يې پولېنډ ته اوښتي او بيا یې له هغه ځايه د اروپا نورو هېوادونو ته جوپې روانې دي.

 که څه هم ناټو او په ټوله کې اروپا په لومړيو کې د روسيې سره د ضديت او يو ډول بشري خواخوږي له مخې اوکرایني مهاجرو ته خپله غېږه خلاصه کړه خو د وخت په تېرېدلو او هلته د مشکلاتو د رابرسېره کېدلو له امله اوس کرار کرار اروپايي او ناټو هېوادونه غواړي چې څه ډول له دې کډوالو اوږې خالي کړي. څکه اوکرایني کډوال د اروپايي هېوادونو لپاره په یوه اصلي ناورین بدلېږي که څه هم په شروع کې یې دوی ته نغدي امتیازات ورکړل ، د کور، ښه ژوند او د کار په لټون کې مرسته ورسره وشوه. په هرصورت، د اوکرايني کډوالو شمېر ورځې تربلې پسې ډېرېږي او نن ورځ اروپایی مشران د کډوالو له سخت بحران سره مخ دي او ور څخه د خلاصون لاره لټوي.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دا خبره رد نه کړه چې اوکراینیان دې روانډا ته ولېږل شي. دغه کوچنی افریقایي هیواد له انګلستان سره د مهاجرت تړون لري. په افریقا کې به اوکراینیان په خورا سخت حالت کې ژوند کوي ځکه هلته د ژوند ټیټ معیار ، ځانګړي ناروغۍ - ملاریا او ایبولا ، او سخت استوایی اقلیم دا ټول د اوکراینيانو لپاره نوې خبره ده او ورسره بلد نه دي. په هرصورت، دوی په انګلستان کې د اوسني وضعیت څخه د وتلو بله ښکاره لار نه لري. بوریس جانسن وويل هغه اوکراينيان چې برتانيا ته د کښتيو له لارې په غيرقانوني ډول راغلي په نهايت کې به روانډا ته ولېږل شي، دغه طرحه د ډېرو سياسي شننکو لخوا ان غيراخلاقي طرحه ګڼل شوې خو بوريس جانسن ژمنه کړې چې خپله خبره به عملي کوي.

 په تیرو دریو میاشتو کې، 130,000 اوکراینیان په انګلیسي ټاپوګانو کې میشت شوي دي. دوی ته که په سياسي لحاظ د روسيې پرضد د دوی حکومتونه خوشحاله دي خو د خلکو کارونه یې په ټپه درولي، په کار روزګار کې یې کمی راوستی دی  او دا د برتانيا په شمول د ټولو لويديځو هېوادونو شريکه ستونزه دا ده چې له اوکرايني کډوالو سره مخ دي.

د اوکراین د کړکیچ له پیل سره، په میلیونونو اوکراینیان اروپا ته واوښتل. دوی د جګړې له وېرې ، په اروپا کې د نجات په لټه کې شول. له دوی سره په لومړيو کې په تفاهم او مهربانۍ چلند وشو. ډیری اروپایانو خپل کور او خواړه له دې اوکرايني کډوالو سره شریک کړل. د اوکرایین په ژغورلو سره، د اروپا او امريکا هیوادونو غوښتل چې روسيې ته خپل زور او يووالی وښيي ، مګر دوی ځان ته سزا ورکړه.

همدارنګه د مارګيټيس شيناس له قوله چې د اروپايي کميسيون مرستياله ده وايي چې تر نيمايي زيات چې له دری ميليونو زيات نفوس کېږي په همدې شمېر کې اوکراينيان بيرته خپل وطن ته نه ستنېږي او غواړي چې د تل لپاره په اروپايي هېوادونو کې پاتې شي. اروپا چې لا له وړاندې د سوريې او افغانستان د کډوالو کوربنه ده، اوکراينيان ورته لا نور پسې وراضافه شول او خلک یې له ګڼو ستونزو سره د کډوالو له امله مخ دي.

په انګلستان کې د ټوني ګارنټ د کورنۍ ډراماتیک کیسه په ټوله نړۍ کې خپره شوه. کيسه داسې وه چې میرمن لورا او مېړه یې ټوني ګارنټ د لسو کلونو لپاره په لندن کې یوځای ژوند کاوه، دوه ماشومان یې لرل. کله چې اوکراینیان انګلستان ته ورسیدل، ګارنیټس پریکړه وکړه چې د دوی سره مرسته وکړي او اوکرايني نجلۍ سوفیا ته یې په خپل کور کې ځای ورکړ. له دوو اونیو څخه په کمه موده کې سوفیا د کورنۍ خوشحالي له منځه یوړه. هغې ټوني ګارنيټ د خپلې مينې په دام کې راګير کړ او مجبور شو چې خپلې مېرمنې لورا ته چې کلونه کلونه یې ګډ ژوند کړی و، طلاق ورکړي او یوازې خپل ماشومان د لويولو لپاره خپلې پخوانۍ مېرمنې (لورا)  ته ورپرېږدي. داسې ډیرې قضیې نورې هم  شتون لري. چې ډېرې جالبې دي.

او بل دا چې نوي کډوال چې لويديځ ته مهاجر کېږي داسې فکر کوي چې په هغو خلکو یې يو ډول قرض دی چې د دوی احترام او درناوی وکړي او دوی ته هرڅومره ژر د ژوند اسنتياوې او کار برابر کړي او دا د اسيايي مهاجرو او اوکرایني مهاجرو يو ډول ستونزه ده، دوی هلته امرانه ژوند کوي او غواړي چې هره غوښتنه او کړنه یې بايد ومنل شي.

ورځ تر بلې د اوکرايني کډوالو او د دوی د ژوند د طرز په اړه د اروپايي ملتونو غوسه راپارېږي او د اروپا په ځينو سيمو کې خو خلکو د نويو کډوالو په راتللو ډېر د ناراضايتي اظهار وکړ او له خپلو مشرانو د حللارې غوښتنه وکړه.

په اروپايي ټولنه کې د کډوالو او د هغوی د ژوند له لارې خپګان مخ په زیاتیدو دی. په یو شمیر ایالتونو کې پراخ لاریونونه وشول. د تړلې اروپا اوسیدونکي له خپلو مشرانو څخه د ژر او پرېکنده اقدام غوښتنه کوي.