شونې ده جنسي اړيکې مو زړ‌ه ودروي

څېړونو ښودلې ده چې جنسي اړيکې ښايي د انسان د زړه درېدو سبب شي، د زړه ناڅاپي درېدنه چې د بې هوښۍ  له لامل وي، د جنسي اړيکو پر مهال يا له هغې وروسته رامنځته کېږي. 
 
څېړنې ښيي، چې د يو ساعت په موده کې، د ۴۵۵۷ د زړه درېدنې په پېښو کې، ۳۴ يې د جنسي يوځايوالې له امله رامنځ ته شوې چې په دې کې يې، ۲ په ښځو او پاتې ۳۲ يې په سړيو کې وې.
 
د سډیر- سینا د زړه انسټېټيوټ يو څېړونکی (سیمټ چغ) وايي، "جنسي اړيکې او جنسي يوځاي کېدنه د زړه درېدنې لپاره يو پټ لامل دی، چې د ناڅاپې زړه درېدنې سبب کيږي."
 
زړه درېدنه د زړه له حملې سره توپير لري، د زړه په حمله کې د انسان زړه د وينې پمپ کول دروي او د مرګ سبب کيږي، خو زړه درېدنه د زړه حملې يو ډول دی، چې په کې زړه په ناڅاپي ډول ضربان ودروي او د بې هوشۍ يا Uncounciousness سبب کيږي.
 
د زړه حملې ته چې Heart Attak او زړه دريدنې ته Cardaic Arrest وايي، Cardiac Arrest په نويو څېړونو کې موندل شوې ده، پخوا جنسي اړيکې د زړه د حملې يا Heart Attak سره تړلې بلل کېدې خو اوس کې د جنسي اړيکو په پايله کې Cardaic Arrest منځ ته راځي نه د زړه حمله.