افغانستان پټ (پوټېنشل)  قدرت دی، نه ريښتنی (اکچول) -دويمه برخه

- طبيعي سرچينې: دغه سرچينې د يو هيواد په ملي قدرت کې د ټاکلي او ثابت عنصر په ډول رول لوبوي. کرنه، ځنګلونه، منرالونه، د خاورې ښېرازي، او نورې طبيعي سرچينې دي چې ترڅو رااېستل شوې نه وي، د يو هېواد پټ قدرت شمېرل کېږي. د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پرتله افغانستان ښې طبيعي سرچينې لري. د بيلګې په ډول: تازه او وچې ميوې د افغانستان په بيلا بيلو برخو کې د کرنې او طبيعي ځنګلونو څخه په لاس راځي، د هيواد لويه صادرتي قوه جوړوي. 

د منرالونو او کاننونو په برخه کې تر سره شوې سروې په ګوته کوي چې افغانستان کابو ۱۴۰۰ ډوله کانونه او ګران بيه ډبرې لري؛ لوګر، پنجشير، سرپل، ميدان وردګ، کندهار، باميان او ځينو نور د مسو بډايه زيرمې لري. همدا ډول  د ۱۰۰ په شاوخوا کې د اوسپنې شتمن ځایونه تر اوسه په افغانستان کې موندل شوي دي، چې ډېر غني يې باميانو کې د حاجي ګګ، کندهار  کې د ارغنداب ولسوالي او له دې وراېخوا پنجشير، لوګر، هرات او بدخشان ولايتونه کې دي. د سپينو زو (نقرې) مهم کانونه په کندهار، پنجشير، بدخشان، هرات او ځينو نورو ولايتونو کې شته دي. 

د طبيعي ګاز زيرمې په پکتيکا، بلخ او جوجان کې د نورو ولايتونو په پرتله ډېر شتون لري. په لويه کې افغانستان د کرنې، معدن، فلزاتو، نفت ،ګاز او نورو طبيعي ذخايرو څخه شتمن دی. غټه ستونزه دا ده چې، يادې زيرمې له یوې خوا تر اوسه په پوره ډول سپړل شوې نه دي او له بلې خوا څو لسيزې جګړو کې د افغانستان پاتې کېدنه سبب شوې ده چې دغه طبيعي سرچينې په قاچاق او غير قانوني ډول او هغه هم په ارزانه بيه نورو هېوادونو باندې د خامو موادو په ډول خرڅې شي.  که چېرې د افغانستان له کرنې او د ځمکې لاندې  ذخايرو وړ ګټه واخېستل شي نو دغه د هيواد به د نړۍ پر ځان بسيا او پر پښو ولاړو هېوادونو څخه اوسي. 

- وګړي (نفوس): وايي چې ډير نفوس د يو هيواد لپاره ملي پانګه ده. خو دا خبره په حقيقت کې هر وخت سم ځاي نه نيسي. ډير وګړي ملي پانګه او هم ملي ستونزه کيدای شی. که په نړيواله کچه نظر وکړو نو چين او هندوستان د نړۍ د وګړو ترټولو دوه ستر هيوادونه دي، خو دواړه دومره نه دي پرمختللي لکه د امريکا متحده ايالات، جاپان او اسرائيل چې د وګړو شمېر يې د چين او هندوستان په پرتله کم دی. د ارسطو په قول د هيواد لپاره دومره نفوس اړين دی، ترڅو له خپل هيواد دفاع وکړی شي او هم يې د سرچينو څخه د ګتې اخېستنې لپاره بس وي. خو دومره زيات هم نه چې د يو هيواد وګړي د هيواد لپاره د اوږو بار او مصيبت شي. د کنټرول، زده کړو، روغتيا، پرمختګ.... او نورې د سهولت لارې يې له دولت ورک يې شي. نو په لنډ ډول ويلی شوو چې د نفوس کيفيت دومره اړين دی څومره چې کميت دی. د افغانستان پراخوالي ته په کتو سره نفوس برابر څه چې لا کم دی. خو په افغانستان کې د نفوس کيفيت ډېر بد او ضعيف دی. د نفوس له کيفيت څخه مو موخه او مانا د وګړو ملي روحيه، زده کړې، روغتيا، هيواد ته وفاداري، ترمنځ يې يووالی، خاورې ته صادقانه چوپړ، د دندو او حقوقو پېژندنه او نور دي. په افغانستان کې د تېرو بدبختيو يو لوی لامل د نفوس ټيټ او ضعيف کيفيت وو.