که په انګلېسي ژبه د دندې مرکه يا (JOB INTERVIEW) ورکوئ نو دغه پوښتنې ورته زده کړئ 

اوسني وخت کې د نورې نړۍ په څېر افغانستان کې هم په  ډېرۍ شخصي او ځينو بهرنيو موسساتو ادارو کې د دندې لپاره مرکې يا JOB INTERVIEW په انګلېسي ژبه اخېستل کيږي. ځيني وخت داسې کيږي چې په عادي وخت کې او يا هم ټولګي کې د زده کړې/تدريس پر وخت زده کوونکي/ښوونکي په انګېلسي بر لاسي وي، خو د انټرويو پر وخت تر فشار لاندې راځي او له خپلې زده انګلېسي ګټه نه شي اخېستلی. 
لاندې پوښتنې - ځوابونه او  لارې - چارې په انګلېسي ژبه د دندې مرکې يا JOB INTERVIEW په برخه کې در سره مرسته کولی شي. 
۱- ښايي دا ډول پوښتنه
?If you hear someone making a racist joke in the office. What would you do 
که چېرې ستاسو په دفتر کې يو څوګ قومي او نژادي ټوکه وکړي، ستاسې به يې مقابل کې څه وکړئ؟ 
دا ډول پوښتنې ځيني وخت کيږي چې له وړاندې نه ستاسو سره ځواب وي او نه په کتابونو کې لېکل شوی وي. دلته چوپتيا ستاسو په زيان ده او په کار ده چې قناعت کوونکی ځواب ووايئ. 
 
۲- يا دا پوښتنه

You disagree with the your supervisor says to solve a problem. Whta would you do?
که چېرې ستاسې مسوول درته ووايي چې يوه ستونزه حل کړئ او ستاسې ور سره موافق نه وی، نو څنګه به ځواب ورکوئ؟ 
 
۳- يا ښايي داسې وپوښتل شئ

You have been palced in charge of a team for a new project. What are your first steps to get the team going?
تاسې د يو ټيم په سر کې د يوې نوې پروژې د تر سره کولو لپاره ټاکل شوي  ياست. د ټيم د وړاندې تګ لپاره به ستاسې لومړني اقدامات څه وي؟
 
دغه ډول پوښتنو ته په انګلېسي کې situational interview questions يا وضعيتي پوښتنې وايي. مطلب دا چې په تجربې پوري تړاو نه لري او په ناڅاپي ډول پېښيږي. کله چې په انګلېسي مرکه کې دا ډول پوښتنې درنه کيږي نو ورته متوجې اوسئ، که چېرې د you, would, if او ورته نورې کلمې په کې کارېدلې  وې، نو situational interview questions دي، هغه مهال يې بايد يو رېښتنی او نرم ځواب په ذهن کې پيدا او وړاندې شي.